نظــر

د ترکیې رسوا مذاکراتو څه ثابت کړل؟

جاوید علي خیل

ټولنیزې رسنۍ لا هم د هغو ډراماتیکو مذاکراتو  او جعلي غونډې په اړه ټوکو او طنزي تبصرو په سر اخیستې چې څو ورځې وړاندې یې معلومات رسنیو ته راووتل. دا جعلي غونډه د افغانستان د خلکو د یوه ستر ارمان (سولې) په لاره کې یوه ترخه تجربه او د میلیونونو هیوادوالو له امیدونو سره جفاکارانه لوبه وه چې ددې ملت دښمنانو طراحي او تعمیل کړه. خو دا چې د ژوند خوږې پیښې خاطرې او ترخې پیښې تجربې زیږوي د ترکیې له مذاکراتو هم کولای شو ځیني خبرې زده کړو چې څو یې په لاندې ډول شمیرو.

اول: په ترکیه کې د مذاکراتو په نوم ډرامه کومه عادي ماجرا نه وه، ضرور به په دې لار کې میلیونونه پیسې لګیدلي وي.د امریکا او کابل رژیم په شمول مطرحو اړخونو به یې پلان ګذاري کړي وي.موږ ولیدل چې ددې جعلي غونډې لپاره له څو اونیو راهیسې تبلیغاتي کمپاین چلیده، ذهن سازي ورته کیدله او حتی د حزب اسلامي او د سولې شورا په شمول ځینو لوریو ورباندې ناز کاوه او خپله ستره لاسته راوړنه یې بلله.

مګر کله چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددې غونډې په اړه د طالبانو رسمي موقف روښانه کړ او هغه یې جعلي او بې اعتباره وبلله، د ترکیې غونډه په هغه آن په یوه مسخره او رسوایي بدله شوه. چا د سولې (ناشته) وبلله او چا ورباندې (ډرامه) نوم کیښود. د طالبانو له اعلامیې وروسته هغه جهتونه چې د دغې ډرامې سناریو یې لیکلې وه هم په دې مجبور شول چې د ترکیې له غونډې بیزاري اعلان کړي. د ارګ ویاند او حکمتیار دواړو وویل چې موږ له دې غونډې سره رابطه نلرو، حتی د سولې شورا هم پښیمانه شوه. دې وضعیت ثابته کړه چې د سولې  په پروسه کې اساسي جهت او مرجع د افغانستان اسلامي امارت دی چې دې پروسې ته اعتبار ورکولای شي. د سولې هغه نړیوال دښمنان چې غواړي د طالبانو سیاسي اعتبار زیانمن کړي له څو کاله هڅو سره سره په دې نه دی توانیدلي چې خپل هدف ترلاسه کړي. نو ځکه خو طالبان لا هم کولای شي د یوې اعلامیې  په صدور سره د دوی هڅې شنډې او جعلي مذاکرات یې د اولس دمسخرو کړي.

دوهم: نږدې ټول افغانان په دې نظر دي چې په افغانستان کې د جنګ عامل امریکایي یرغلګر دي. امریکا په سیمه کې خپل اوږدمهالی شتون تر جنګ پورې تړلی بولي. هغوی نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي او وروڼه اولسونه یې  په یوه ټغره راټول شي. ځکه په داسې صورت کې به ضرور امریکایانو ته ځواب ورکول کیږي چې زموږ هیواد پریږدئ. نو په دې اساس د امریکایانو اصلي هدف د جنګ دوام دی. مګر د خلکو په سترګو کې د شګو شیندلو لپاره د سولې اکټونه هم کوي او د دې لپاره یې د سولې شورا هم جوړه کړې ده.

د سولې په ضد د امریکایي هڅو یوه بله بیلګه همدا د ترکیې غونډه وه، امریکایانو او ډالري اجیرانو یې د دې لپاره چې د سولې ارمان مسخره او دغه پروسه بې اعتباره کړي، له پیښور، دوبۍ او چمن څخه یې د شاتو سوداګران، بارګین والا او د کشمشو تجاران را یوځای کړل، پاجونه او واسکټونه یې ور واغوستل،د ناشتې له میز سره یې کینول، عکسونه یې ترې واخیستل او بیا یي دنیاوالو ته اعلان کړه چې دا دی له طالبانو سره مذاکرات روان دي. دې توهین آمیزې پروسې وښودل چې امریکایان لکه څنګه چې یې واقعي سوله برمته کړې، اوس غواړي دسولې نیم بنده امیدونه او هیلې هم د افغانانو له زړونو ورژوي او دتلپاتې جنګ احساس ورکړي. چې دا زموږ د ملت له باورونو سره یوه نه هیریدونکي جفا ده.

دریم: د ترکیې د ډرامې ناکامي ثابته کړه چې د سولې اړوند  په هره هڅه کې چې واقعي طالبان په جریان کې نه وي هغه به په ناکامۍ محکومه او بې ګټې وي.د دې غونډې انجام د طالبانو نړیوالو او وطني دښمنانو ته وروښودله چې که دوی هر څومره هڅې وکړي، پیسې او انرژي مصرف کړي، بیا هم نه شي کولای چې د طالبانو د متحد صف تر منځ نفاق واچوي او کومه ډله ترې رابیله او بیا د جعلي سولې په اتڼ ورګډه کړي.په دې برخه کې د طالبانو متحدانه موقف د ستایلو دی، هغوی په تیرو څو کلونو کې ثابته کړې چې د دوی مبارزه د کوم مادي امتیاز لپاره نه ده بلکې د هیواد دازادۍ او د مؤمن ملت دعلیاء ګټو لپاره ده. نو ځکه امریکایان نه شي کولای د پیسو او تطمیع په زور د هغوی تر منځ نفاق خپور کړي او یا یې د حکمتیار په شان د بې اساسه وعدو  په زور د خپل مرام قرباني کولو ته اماده کړي. خلک وایي چې افغانان همیشه د جنګ دډګر ګټونکي خو د مذاکراتو د میز بایلونکي دي. اما د سولې په برخه کې د طالبانو مستقلانه او باتدبیره موقف ثابتوي چې هغوی د جنګ په شان د تفاهم او دیپلوماسۍ په کرښو هم بلد دي او تیر ایستل یې آسانه نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x