fbpx

دخواخوږۍ واکسېن

poor_grilعن أبي سعيد الخدري قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم :  من كان له ثلاث بنات أو ثلاث أخوات أو ابنتان أو أختان فأحسن صحبتهن واتقى الله فيهن فله الجنة (رواه الترمذي وابن ماجة وغیرهما)

له ابوسعید الخدري رضي الله تعالی عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل: دچاچي درې لوڼي یا درې خوېندي ، 

يادوه لوڼي او يا دوه خوېندي وي او له هغوی غوره چلند خپله تګلاره وګرزوي او دهغوی په هکله تقوا خپله کړي نو دهغه لپاره به ثواب جنت وي .
دکور په دننه کي ناوړه چلند او دوالدینو لخوا سخته رویه دځوان کول په زړونو کي دبېرحمۍ ستره خلاء رامېنځته کوي، په تېره بيا لوڼي ځکه ورڅخه زياتي اغېزمني کېږي چي هغوی له نارېنه وو څخه بېل جسماني جوړښت لري، نارېنه ځوان کولای شي چي له کوره بهر بل داسي ځای ومومي چي هلته دکور ساډوبي وباسي خو نجوني دکور په انګړ کي اېساري وي ځکه خو د پلار او یا مور بېرحمانه چلند دهغوی په روحیاتو منفې اغېزې پرې باسي، ژوندیو تجربو جوته کړي ده چي زياتره نجوني ددې ډول چلند په نتېجه کي بالآخره په روحي او نفسياتي ناروغيو اخته کېږي .
هغه ځوانان او پېغلي چي په داسي يوه چاپېریال کي ژوند کولو ته اړشوي ځېني يې بالآخره په تېښته کولو مجبوره شوي ترڅو داسي يوځای ومومي چي هلته خپل ورک انساني کرامت ولټوي خو ددې تلاش په نتېجه کي پداسي لومو کي ښکېل شي چي پایلي يې ډېري شرموونکي او بوږنوونکي وي ځېني نور يې بیا انتحار يا ځان وژني ته اړشوي دي او ددې هرڅه لامل دمور او پلار یا دکور دمشرانو ناوړه وحشيانه چلند وي.
وايي لوښي چي زیات شي غږ يې پورته کېږي، غلطي او خطا دانسان په خټه کي پرته وي او ددې فطرت په وجه کله هلک یا نجلۍ هم تېروزي، خو کله چي هغوی په کور کي کوم غلط کار وکړي، پلار اومور يې سمدلاسه سزا ورکوي او يا يې ترټي مخکي له دې چي هغوی دخپل دې ډول چلند پایلو ته ځېر شي مناسبه او سنجول شوي  تګلاره نه خپلوي .
کومي کورنۍ چي هلکان او نجوني يې له انساني عاطفې او مېني څخه محروم وي مشران يې پخپل لاس دهغوی لپاره يو ژور څاه کاږي، که هغوی دخپلو اولادونو، هلکانو او نجونو لپاره سمه پلان شوي برنامه ولري کولای شي دهغې په وسېله دوی ته د دېن او دنيا په چارو کي بصېرت ورکړي او هغوی ته د ژوند کولو په هکله د روغ او سالم فکر وهلو زمېنه برابره کړي بيا به يې پایلي مثبتي او لاسته راوړني به يې ګټوري وي.
مونږ ولي دخپلو لوڼو په زړونو کي خپلي میني ته ځای نه ورکوو ترڅو هغوی دژوندانه په ډګر کي ډاډه ګامونه واخلي او په هغه څه چي د دوی ورته اړتيا وي وپوهېږي، خپلي موخي وپېژني، بيا به يې انسي او جني شيطانان هم پخپلو لومو کي نشي ښکېل کولای ځکه چي دهغې دمور سېنه به په يوه ډاډمنه فضا کي دهغې دټولو رازونو لپاره يو ساتلی صندوق وي، کومه نجلۍ چي دخپل پلار او مور په مینه اوبه وي هغه په ژوند کي بریالۍ، فکر يې سالم او هوښیاره وي، هغه بيا دخپلو اولادونو يوه ښه تربیه کوونکیه مور وي چي دهېواد او ټولني لپاره يو پیاوړی، ګټور او روغ نسل پداسي ډول  وړاندي کولای شي چي الله تعالی او دهغه رسول الله صلى الله عليه وسلم هم ورڅخه راضي وي .
د والدینو لخوا دنوي نسل په زړونوکي د پخپل ځان باوري کېدلو عنصر ته وده ورکول دهغه دشخصیت په جوړښت کي اغېزمن ګام بلل کېږي، بلکه ترخوراک او پوښاک زياته اړتيا ورته لري، ځکه خو دهغوی څارنه او پداسي بڼه روزل او پالل په کار ده چي دهغوی شخصیت ته وده ورکړي نه داچي له ژوند کولو يې بېزاره کړي او يا يې له پښو وغورځوي .
مونږ کولای شو د میني او خواخوږي په وسېله ډېري هغه ستونزي له مېنځه يوسو کوم چي زمونږ دزامنو اولوڼو د ژوندانه په بهېر کي دهغوی لپاره خنډونه جوړوي نو آیا مونږ دپلرونو او مېندو په توګه دخواخوږي او میني له واکسینونو څخه برخمن يو ترڅو یې دخپلو زامنو او لوڼو د ټول ژوند درغولو لپاره يې هغوی ته تزریق کړو ؟
مور يوه مشهور عربي معاصر شاعر حافظ ابراهيم پخپل لاندي شعر کي ډېره ښه انځور کړي ده :
الأم مــدرسـة إذا أعــددتـهـــا             أعـددت شعبا طيب الأعــراق
الأم أستــاذ الأساتــذة الألــــى            شغلت مآثرهم مدى الآفـــــاق
مور يو داسي ښوونځی دی چي که ښه وروزله شي نو داسي يې وګڼه چي يو دغوره نسل ولس د چمتو کړ، مور خو د هغو استاذانو ښوونکيه  او روزونکيه ده د چاچي په اثارو او ابتکارونو ټوله نړۍ ډکه ده .

ليكنه: ابو خليل قدوسي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د