افغانستان

بریتانیې په افغانستان کې خپله وروستۍ نظامي اډه وتړله

نن ټکی آسیا: د بریتانيې د دفاع وزارت نن یکشنبه اعلان وکړ، چې په هلمند ولایت کې يې د سترګا په نوم وروستۍ پوځې اډه هم وتړله او اوس یوازې یو محدود شمېر پاته بریتانوي عسکر په خپله وروستۍ قرارګاه کې د انتظار شیبې حسابي.

د بریتانیې دفاع وزیر فلیپ هاموند د دې اعلان سره جوخت ، په افغانستان کې د خپلو پوځیانو نظامي ماموریت وستایه او خپلو بایللو عسکرو ته یې د هلمند د امنیت د قربانیانو خطاب وکړ.

نوموړي وویل، چې د سترګا په تړلو سره نور په افغانستان کې د دوی د ماموریت وروستۍ شیبې را نږدې شوې.

بریتانیې په ۲۰۰۲ کال کې پر افغانستان باندې د امریکا د نظامي تېري پر مهال د نړیوال ایتلاف دوهم هېواد و، چې افغانستان ته یې زیات شمېر پوځیان را واستول. انګریزانو په هېواد کې د نظامي ماموریت پر مهال ټولټال ۱۳۷ پوځي مرکزونه لرل، چې یو یې ترې نن وتړل شو، او کابو ۱۳۵ نور یې له دې مخکې تخلیه کړي او یا د دوی په وینا افغان لوري ته سپارلي او یو بل وروستی مرکز (باسټن کيمپ) یې د وتلو د وروستي تمځای په توګه لا هم اشغال کړی.

له راپورونو سره سم، بریتانیې تر دې مهاله په افغانستان کې د خپلو نظامي تجهزیاتو کابو نیمایې برخه / ۵۰ سلنه له منځه وړي او یا یې له دې خاوري څخه ایستلي دي.

د بریتانیې د پوځي سرچېنو له لورې د تایید شویو شمېرو له مخې دغه هېواد په افغانستان کې د دولس کلن نظامي حضور په ترڅ کې ۴۰۸ عسکر له لاسه ورکړي او سلګونه نور یې ټپيان ورکړي.

ټاکل شوې ده، چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به له افغانستانه ټول انګریزي پوځیان په بشپړه توګه ووځي.

د شنونکو په اند، په افغانستان کې د ناټو تر چتر لاندې د مېشتو بهرنیو په تېره بیا اروپايي هېوادونو په پرتله یوازې بریتانوي عسکر دي، چې د خپلو نظامي تاسیساتو او تجهیزاتو په له منځه وړلو کې یې هېڅ دریغ نه دی کړی او داسې هم ویل کېږي، چې دوی نه غواړي چې افغان مرستندویانو او د دوی په لاس روزل شویو عسکرو ته خپل هېڅ شی او ځای تر شا روغ – رمټ پریږدي.  

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x