ننګرهار: د عدليې پر ریاست برید روان دی
نن سهار شاوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار په څلورمه حوزه کې د عدليې پر ریاست وسله وال بريد وشو، چې لا هم د ډزو اوازونه اورېدل کېږي.
د ننګرهار د امنیه قومانداني مسوولینو د بريد پخلی کړی او په خبره يې ځواکونه يې وراستولي دي.
دا په داسې حال کې دی چې نن طالبانو د خپلو کلنیو عملیاتو د پیل ورځ ټاکلې ده. مګر د دې پېښې اړوند تراوسه کومې ډلې څه نه دي ویلي.
د جزیاتو لپاره د نن ټکی اسیا سره اوسئ.