دیني، سیرت او تاریخ

د سعد رضی الله عنه،عجیبه قیصه

ژباړه: عبدالصمد “شاکر”

سعد ابن ابي وقاص رضی الله عنه په داسې حالت کې مکې مکرمې ته راغی، چې د سترګو دید یې کار نه کاوو، هغه ته به ډیری کسان راتلل، له ده څخه به یې غوښتل، چې موږ ته دعا وکوه، دا ځکه چې دی مستجاب الدعوات وه، مانا دا چې دعاګانې یې قبلیدلې، هغه به دوی ته دعاووې کولې، هر یوه ته به یې دعا کوله، هغه ته او دغه ته ټولو ته به یې د عاګانې کولې.

عبد الله بن سائب وایې: زه هم ورته راغللم، دا وخت زه ماشوم وم، ځان مې ور وښودلو؛ نو هغه وپېژندلم، بیا یې ماته وویل: ایا ته د مکې له کلیوالو ځېنې یې؟ ما وویل: هو! بیا یې اوږده قیصه ماته وکړله، د قیصې په وروستیو کې ما هغته وویل: اې تره! ته خلکو ته دعاګانې کوي، که ځان ته دعا وکړې؛ نو الله به درته د سترګو دید بیرته واپس کړي، او ته به روغ شې؛ نو هغه وخندل، او ماته یې وویل: اې بچیه! د الله جل جلاله فیصله چې زما په هکله یې کړیده، هغه زما د سترګو له دید څخه ډېره ښه ده، مانا داچې ماته د خپلو سترګو دید دومره مهم ندی لکه د الله جل جلاله فیصله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

سبحان الله
والحمدلله
لااله الا الله
و الله اکبر

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x