افغانستان

بلخ کې اداري چارې له ګډوډۍ سره مخ شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ارګ او بلخ په ناندریو کې د دې ولایت اداري چارې له بشپړې ګډوډۍ سره مخ شوې دي.

د ځايي اوسېدونکو په قول د دې پر ځای چې اداري مسوولین خپلې دندې ترسره کړي، نږدې ټول وخت يې د عطامحمد نور لپاره په غونډو نیولو تېرېږي.

نړۍ نیوز د سمیع الله په نوم د بلخ د یو تن اوسېدونکي له خولې لیکي، چې د نفتي موادو په ریاست کې يې د یو لاسلیک لپاره تر يوې میاشتې ډېر وخت تېر کړی دی.

د هغه په خبره دولتي مامورین ډېری پر دې مصروف دي چې د بلخ د جنجالي واکمن د ملاتړ غونډو لپاره خلک را ټول کړي.

سرچينه د بلخ د امنیه قومندانۍ په حواله د اداري ګډوډۍ تاييد کوي او وايي، چې په ادارو کې خپلسري ډېره شوې ده.

د بلخ او ارګ په اړه تازه د امریکا مرستیال ولسمشر هم څرګندونې کړي، مایک پنس ويلي، د بلخ واک دې په سوله ییز ډول ولېږدول شي.

که څه هم عطامحمد نور د لانجې په پیل کې پر نړیوالو غږ وکړ، چې د دوی تر منځ دې نه راځي، خو ارګ او بلخ دواړو بې له کوم قید او شرطه د مایک پنس د وړاندیز هرکلی کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x