افغانستان

طالبان: د خيبر عملياتو په لومړۍ ورځ مو ګڼ بريدونه کړي

نن ټکی اسيا: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې نن دوشنبه د دوی نظامي ملګرو د هيواد په ګوټ ګوټ کې پر بهرنيو او افغان دولت ګڼ وسلوال او بمي بريدنه کړي دي.

مجاهد زياتوي، چې نن سهار وختي د دوی نظامي ملګرو د کابل پر هوايي ډګر توغنديز بريدونه کړي، چې له امله يې د کابل هوايي ډګر پروازونه ځنډول شوي دي.

خبر کاږي، چې ګڼ شمېر پوځي چورلکې په سيمه کې د امنيت په موخه ګزمې ووهي او حالات لا هم ترينګلي دي.

په يو بل خبر کې راغلي، چې د هلمند ولايت سنګين ولسوالۍ څاروان کلا سيمه کې دوو نفوذي پوليسو د يو قموندان په ګډون خپل اته پوليس همکاران وژلي دي.
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي د پیښې مسؤوليت منلی او زياتوي، چې دغه دوه پوليس د دوی نفوذي ملګري وو، چې يو شمېر سپکو او درنو وسلو سره يې د دوی مرکزونه ته ځان رسولی دی.
په يو بل خبر کې راغلي، چې نن سهار اته بجې طالبانو د کاپيسا ولايت پر ودانۍ او امنيتي پوسته توغنديز بريدونه کړي دي.
تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.
د ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ څخه راغلي، خبرونه وايي، چې سرې کلا سيمه کې د ملي اردو پر ټانک چاودنه وشوه، چې نتيجه کې ټانګ له منځه ولاړ او ګڼو عسکرو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.
لوګر ولايت څخه راغلي خبرونه وايي، چې د لوګر مرکز پل علم ته څېرمه عارف خان کلا سيمه کې د اربکيانو پر پوسته وسلوال بريد کې درې اربکيان وژل شوي او يو سخت ټپي شو.
طالبانو څو ورځې مخکې اعلان کړی و، چې د خيبر په نوم به د بهرنيو او افغان حکومت پر خلاف نوي عمليات پیلوي.
دا دی نن سهار پنځو بجو څخه د طالبانو له لوري د هيواد په ګڼو دولتي او د بهرنيو عسکرو پر مرکزونه وسلوال او بمي بريدونه پیل شوي، چې تر اوسه لسګونو بريدونو کې ګڼو دولتي او بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x