افغانستان

نیکي هیلي: له افغانستانه مو رښتینی انځور تر لاسه کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): په ملګرو ملتو کې د امریکا استازې نیکي هیلي ویلي، افغانستان ته په سفر سره يې د دې هېواد رښتینی انځور تر لاسه کړی دی.

هغې په نیویارک کې د ملګرو ملتو د دفتر په انګړ کې خبریالانو ته د ټرمپ د نوې ستراتېژۍ ستاینه وکړه او په وينا يې دې يې څو میاشتو کې ښکاره اغېزې لیدلې دي.

نیکي هیلي سره له دې چې د ټرمپ جنګي ستراتېژي ستایلې، هممهاله يې دعوه کړې چې د افغانستان له سفر نه ورته جوته شوه چې تر بل هر وخت له طالبانو سره خبرو ته نږدې شوي دي.

د اوونۍ په پیل کې د امنیت شورا ځينو غړو کابل ته سفر وکړ، چې افغان چارواکو هم ور پورې ډېرې هيلې وتړلې.

نیکي هیلي وايي، افغان چارواکو ترې غوښتي چې پر پاکستان فشارونه نور هم ډېر کړي.

سره له دې چې افغان شنونکي په حکومت کې پراخ اداري فساد ننګوونکی بولي، تېره ورځ هم ځینو راپورونو کې دولت د تکراري بستونو د اعلان له امله ملامت وبلل شو، خو نیکي هیلي وايي ګډ حکومت د اداري فساد مخنيوي کې مخکې تللی.

افغان چارواکو ویلي، دې پلاوي ته يې د ځينو هېوادونو په اړه اسناد او شواهد سپارلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x