فراه: د طالبانو او عسکرو تر منځ نښتو کې مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): تېره شپه د فراه ولايت د مرکز مربوط د ګنهکان په سيمه کې طالبانو د دولتي عسکرو په يوستو بريد کړی، چې له کبله يې دواړو غاړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړل شوی دی.

د فراه د والي وياند ناصر مهري رسنيو ته د امنيتي ځواکونو په پوستو د بريدونو د تاييد تر څنګ ويلي، طالبانو د فراه ښار په درې کيلو مترۍ کې په پوستو بريد وکړ، چې له کبله يې شپږ طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

نوموړی وايي، په دغو نښتو کې دوه تنه عسکر هم وژل شوي دي.

خو د ولايتي شورا غړې جميله اميني بيا وايي، د طالبانو په بيګاني بريد کې امنيتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغې زیاته کړې، په بريد کې د دوو طالبانو د ټپي کېدو سربېره، پنځه تنه عسکر وژل شوي دوه تنه نور ټپيان دي.

طالبانو د بريد مسئوليت منلی او نن ټکی اسيا ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، په ګنکان سيمه کې يې يوه پوسته نيولې، شپږ پوليس وژل شوي او د هغوی شپږ ميله وسلې، دوه موټرسيکلونه او په زياته اندازه پوځي توکي د دوی لاسته ورغلي.

خبرپاڼه کې د يو تن طالب د وژل کېدو او يو بل د ټپي کېدو خبر تاييد شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د دغې ولايت چارواکو وويل، چې د فراه ښار له احتمالي سقوط سره مخ کېدونکی دی او په وينا يې هره شپه د طالبانو په حملو کې له لسو تر پنځلسو عسکر خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په دې وروستيو کې په فراه کې د طالبانو بريدنو زور اخيستی، چې د مرکز اړوند ډیرې سيمې يې نيولي او چارواکي او دولتي منسوبين نه شي کولی په ډاډه زړه له ښاره بهر تګ راتګ وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د