قزاقستان: په بس موټر د اور لګېدو پېښه کې ۵۲ کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د قزاقستان د کورنيو چارو وزارت وايي، پر يوه بس موټر د اور لګېدو پېښه کې ۵۲ کسان وژل شوي دي.

پېښه نن سهار د دغې هېواد د لس نيمو بجو شاوخوا د قزاقستان شمال ختيځ په آق تپه سيمه کې رامنځته شوې ده.

د کورنيو چارو وزارت په یوه بيانيه کې ويلي، په پېښه کې يواځې پنځه مسافر بچ پاتې شوي چې هغه هم ټپيان دي او پاتې ۵۲ کسان وژل شوي دي.

د يادې​ سیمې د بېړنيو حالاتو د ادارې رئیس اقتیلیک کینیس رسنيو ته ويلي، په پېښه کې وژل شوي کسان ټول د ازبکستان اتباع دي چې روسيې او قزاقستان ته د کار لپاره تللي و.

تر دې دمه په بس موټر کې د اور لګېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د