fbpx

هرات: ماین چاودنې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د هرات د والي ویاند فرهاد جیلاني وايي، نن د شینډنډ ولسوالۍ په شهراباد سیمه کې د ملکي وګړو په کور کې ماین چاودېدلی، چې له امله یې پنځه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

دی وايي، په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان دي او د ټپیانو روغتیايي حالت هم ښه نه دی.

د جیلاني په خبره، تراوسه معلومه شوې نه ده، چې دغه ماین له پخوا نه پاتې شوی و او که تازه کور ته راوړل شوی و.

وژل شوي او ټپیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

د هرات څنګ لوري ولایت فراه کې بیا د طالبانو په نښتو کې اته پولیس او د ملي اردو ۳ عسکر وژل شوي دي.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري وايي، په دغو نښتو کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د