د نن سرلیکنه

پاکستان بايد افغانان تر خوږ ګوته ونه نیسي!

د كندهار ولایت له معروف ولسوالۍ څخه تازه ترلاسه شوي رپوټونه وايي چې پاکستاني سرحدي ځواکونو د دغې ولسوالې د اعلی جرغې او ښادي خاک په سیموکې د پوځي تأسیساتو په جوړولو پیل کړی دی .
د کندهارولایت دولتي چاروکو هم منلې چې پاکستاني ځواکونه شاوخوا يو کيلومتر د افغانستان دا خل ته وړاندې راغلي او دلته یې د ډيورنډ کرښې پر صفري نقطه خپل پوځي تاسيسات جوړکړي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني لوری د ډیورنډ کرښې پرصفرې کرښې را اوړي او د افغانستان په دننه کې پوځې تأسیسات جوړوي،بلکې له کله چې افغانستان د امریکایانو لخوا اشغال شوی ور سره سم پاکستان هم د ډيورنډ کرښې په صفري نقطه تیری پیل کړي او له هلمند ولایت نه نیولې بیا تر کونړ او نورستان پوري په لسګونو ځله د افغانستان په سرحدي کرښې تیری کړی او هرځل یې څو کیلو میتره د افغانستان خاوره لاندې کړې.
تیر کال پاکستاني پوځیانو د ننګرهار ولایت دګوشتې ولسوالۍ ۴۵ کیلومیتره خاوره لاندې او هلته یې خپل پوځي تأسیسات جوړ کړل ، سره له دې چې په یاده سیمه کې د افغان پوله ساتونکو ځواکونو لخوا له هغوی سره مقاومت هم وشو ، خو دهغه مهال د سرحدي پوليسو قومندان جنرال امين الله امرخيل او همداراز د ولسي جرګې د امنيتي کميسيون مشر لالی حميد زی له رسنيو سره په خپلو څرګندونوکې وویل چې د ګوشتې ولسوالۍ متنازع فیها ۴۵ كيلوميـتره ځمکه د افغان چار واکو له لوري پرپاکستان پلورل شوي او هغوی غواړي چې خپل تأسیسات تر کامې پله پورې راورسوي. د افغانستان دمشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار بیا د افغان سرحدي سیمو دپلورلو پړه پر امریکایانو ور واچوله او په ننګرهارکې په دې اړه رابللې غونډې ته د وینا پرمهال وویل: ((امريکا او ناټو د ډيورنډ کرښې پر سر له پاکستان سره پټې معاملې کړې او امريکا بايد زموږ خاوره په نورو خرڅه نه کړي او زموږ ځمکنۍ بشپړتيا ته بايد زيان ونه رسوي)).
امریکا او ناټو په قصدي ډول د دغسې سازشي معاملو په ترسره کولو سره غواړي د تل لپاره د دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالی او کشمکش رامنځته کړي .
خو پاکستان ته د افغانستان د یوه ګاونډې په توګه دا نه ده پکار چې د دغه ډول سازشي معاملاتو له مخې خپل راتلونکي روابط له افغانستان سره متضرر کړي ؛ ځکه امریکایان او ناټو د اشغالګرو په حیث دلته راغلي او که نن وي که سبا بیرته به حتما خپلو هیوادونوته ستنیږي ، او افغان او پاکستاني ګاونډیتوب او د دغو دواړو مسلمانو هیوادونو ترمنځ ګډدیني او فرهنګي مشترکات خو هغه څه دي چې د تل لپاره هغوی دواړه یو له بل سره په حسن همجواري او متقابل احترام مجبوروي، اوکوم مشروع مصالح چې د دغو دواړو وروڼو هیوادونو ترمنځ په ښه ګاونډیتوب او متقابل احترام کې تر سره کیدای شي هغه هیڅکله هم په دغسي نامشروعو سازشي معاملوسره نشي ترلاسه کیدلای .
لهذا پاکستانی جانب باید افغانان تر خوږ ګته ونه نیسي او نه دې د هغوی له اوسني بي سرپرسته وضعیت څخه په ناجائزه استفادې سره دهغوی پرسرحدي سیمو تیری کوي.
اصیل افغانان دخپل هیواد حریم ساتلوته د یوې دینې فریضې په سترګه ګوري او هیچ چاته د دې اجازه نه ورکوي چې دهغوی د هیواد حریم ته په سپکه وګوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x