
راشد خان د کال غوره لوبغاړی ونومول شو
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د افغانستان سوکه غوره توپ اچوونکی راشد خان د ۲۰۱۷م کال دوهمې درجې د غوره لوبغاړي په توګه ونومول شو.
۱۹ کلن راشد خان په ۲۰۱۷م کال کې په ۴۳ لوبو کې ۶۰ ویکټې ترلاسه کړي چې د یو لوبغاړي لپاره په یو کال کې تر ټولو ډیرې ویکټې دي.
د کرېکټ نړیواله شورا د راشد خان په اړه وایي: دا ډیره په زړه پورې ده چې یو لوبغاړی دې له شل کلنۍ کم وي او د خپلې لوبډلې لپاره یې تر ۱۱۲ ویکټې ترلاسه کړې وي.
په ۲۰۱۷م کال کې د راشد خان لپاره غوره لوبه د ویسټ انډیز په وړاندې په یو ورځنۍ لوبه کې ۷ لوبغاړي سوځول وو، چې له همدې سره نوموړي په توپ اچونه کې یو شمېر ریکاډونه خپل کړل.
همدا ډول نوموړي د تېر کال په مارچ میاشت کې د آیرلینډ په وړاندې ۶ ویکټې ترلاسه کړې، چې له بل اړخه یې په شل اوریزو لوبو کې د ۳ منډو په بدل ۵ غوره ویکټې ترلاسه کړې وې.
راشد خان د کال په غوره لوبغاړي کې د خپل ټیم میټ محمد شهزاد څخه بریالی شو، چا چې د تېر کال بندیز تېرولو سره هم ۲۲.۰۹ اوسط، او دوهمه یو ورځنۍ سلیزه ترسره کړې وه.
سربېره پر دې راشد خان د هند او استرالیا په غوره لیګونو کې تر دې دمه په مجموعي ډول په دواړو لیګونو کې ۲۹ لوبغاړي سوځولي.