دیني، سیرت او تاریخ

خلک زورول یو فن دی

هوکي ! خلکو ته ضرر رسول او خلک زورول یو فن دی، او په دې فن کې هغه کس مهارت لري چې له هر ډول غوره اخلاقو او درنو خویونو یې لاس اخیستی وي، د هر فن خپل اصول، قواعد او اداب وي خو د خلکو زورولو فن له ټولو اصولو، له ټولو قواعدو، ادابو او حیا نه لاس اخیستل دي، یواځي یو کار ورته مهم ده او هغه دا چې د خلکو زوروونکی باید د حماقت، بد اخلاقي، بې ادبي او سرټمبګي په ګېڼه ! ځان وپسولي. موږ هغه خلک لیدلي چې خلک زوروي، په خلکو پورې ملنډې وهي خلکو ته سپکې خبرې کوي، د خلکو غیبتونه کوي نیمګړتیاوې او پټې خبرې یې خپروي، دا ډول خلک د اخلاقو په لویدلې او ټیټه درجه کې ژوند کوي او دوی پخپله سپک دي د نورو په سپکه پسي ځکه منډې وهي .

موږ ته الله امر کړی دی چې په هر وخت او هرشي کې ښه وکړو او ښه اخلاق غوره کړو قرانکریم وایې: وَأَحْسِنُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ (195) }(سورة البقرة). او تاسو ښه کوئ بې شکه الله له ښو کوونکو سره مینه لري. که هر څوک بد خوښوي او له خلکو سره بد کوي د دې بدو پایله په اخر کې ده ته راجع کیږې داراز که ښه کوي د ښو پایله هم ده ته راجع کیږي. بل ځای قرانکریم وایې: إِنْ أَحْسَنتُمْ أَحْسَنتُمْ لأَنفُسِكُمْ وَإِنْ أَسَأْتُمْ فَلَهَا } (الإسراء: 7). یعني که تاسو ښه کوئ له ځانونو سره ښه کوئ او که بد کوئ هم له ځانونو سره بد کوئ. بل ځای وایې: مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهِ وَمَنْ أَسَاء فَعَلَيْهَا ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ (الجاثية: 15). یعني څوک چې ښه عمل کوي د ځان له پاره یې کوي، او که بد عمل کوي هم د ځان له پاره یې کوي، وروسته به تاسو حپل رب ته ورګرځئ.

شیخ سعدي رحمه الله د دې ایت په تفسیر کې وایې: په دې ایت کې ښو کارونو ته هڅونه شوې ده او له بدو کارونو نه د منعه کولو هڅونه شوې ده، اودا چې ښه کوونکي به له خپلو ښو کارونو ګټه اخلي او بد کوونکو ته به خپل بد عملونه ضرر رسوي، د سلفو یو عالم وایې: که مې له چا سره ښه وکړل دا مې له ځان سره ښه وکړل او که مي له چا سره بد وکړل دا بد مي هم له ځانه سره دي. او داراز وایې: څوک چې د خلکو زورولو ته زړه ښه کړي هغه د خپل ځان د بدي اقدام وکړ.

په بدو کې تر ټولو سخت او ډیر بد هغه دي چې یوڅوک د خیر او ښو تمه ورته لري او د ده له خوا بد ورسره وکړل شي، لکه له مور او پلار سره بد کول، والدین طبعا له اولادونو د ښو او خیر تمه لري نو که اولاد یې د ښو پرځای بد ورسره وکړي دا بد ډیر سخت او تر ټولو بد دي. په اسلام کې تر ټولو لویه ګناه شرک ده او له مور او پلار سره بد کول رسول الله صل يالله علیه وسلم له شرک سره یوځای یاد کړي دي: رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې:” أَلَا أنبِّئكم بأكبر الكبائر؟ ثلاثًا. قالوا: بلى، يا رسول الله! قال: الإشراك بالله، وعقوق الوالدين “. یعني ایا زه تاسو ته په لویو ګناهونو کې تر ټولو لویه ګناه در وښیم؟ ( داخبره یې دری ځله تکرار کړه) هغوی وویل: هو یارسول الله. هغه وویل: له الله سره شریک جوړول او د مور او پلار نافرماني کول. زموږ سپیڅلي دین له بدو نه د ځان ژغورلو لارې چارې موږ ته بیان کړې او راښوولې دي، که هغه خپلي کړو د خلکو له زورولو به مو ځان ژغورلی وي او هغه په لاندي ډول دي:

۱- حِلْم او بښنه

قرانکریم وایې: ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ السَّيِّئَةَ [المؤمنون: 96]. یعني که څوک بد درسره وکړي ته د بدو په مقابل کې ښه ورسره وکړه، شرعا که یوڅوک بد درسره وکړي ته په هغه اندازه بد ورسره کولی شې ، قرانکریم ویلي دي چې د بدو سزا د هغو بدو په اندازه بد دي، خو دلته بیا قران ولي وایې چې له بد کوونکي سره ښه وکړه؟ دې خبرې ته دوه ډوله ځواب لرو یو دا چې ځیني انسانان ډیر سخت وي او د بدو په مقابل کې ښه کول خو پریږده چې بې غچ اخیستلو هم نشي پاته کیدلی، نو هغه ته لاره خلاصه ده چې د یوچا د بدو په اندازه بد ورسره وکړي او تیری باید هیڅکله ونکړي، او ځیني خلک نرم او د یو چا د بدو زغملو وس او توان لري او داراز داسي هم کولی شي چې په مقابل کې ښه ورسره وکړي، دا وروستی کار ډیر ګټور او په ټولنیزه توګه هم خورا مثبتې پایلې لري، نو د الله شریعت د انسانانو له پاره سراسر رحمت او نعمت ده د هر ډول مزاج او طبیعت لرونکو خلکو مراعت په کې شوی دی.

له یو چا سره د بدو په مقابل کې ښیګڼه کول لکه څومره چې لوی کار دی همدومره ګټور او ښې اغیزې لري، لومړۍ او لویه ګټه یې داده چې د بدو په مقابل کې بد کول یو سخت کار ده او داسختي یې په روحي او فزیکي دواړو لحاظونو سره ده، که له یو چا نه د بدو انتقام اخیستل کیږې نو دا منډې ترړې او دربول او ډبول غواړي او له دې مخکي تدابیر نیول او په مقابل لوري باندي ځان پیاوړی کول هم غواړي، ښکاره خبره ده دا اسانه کار نده وخت او زحمت غواړي داراز په دې موده کې انساني ذهن په غچ اخیستنه بوخت وي، په ذهني لحاظ انسان د قهر او غوسې په نفسیاتو کې مبتلا وي او په داسي حالت کې ژوند تریخ او حالت خراب وي کله خو دا سي هم پیښیږي چې د انسان له لاسه ډیر تاوانونه رامنځته شي. اوس که یوڅوک د بدو په مقابل کې له بدو لاس واخلي نو له دا پورته ټولو ستونزو یې ځان وژغوره او په ارام او راحت کې به وي داراز بله ګټه یې داده چې هغه بد کوونکی به شرمنده او پښیمانه شي او ډیر امکان شته چې له بدو توبه ګار شي، او په ټولیزه توګه دریمه ګټه یې داده چې په ټولنه کې به په خلکو کې د انتقام او غچ اخیستنې لیوالتیا کمه شي. او په ټولنه کې د انتقام او غچ اخیستنې روحیات کمول او وژل خورا مهم او ډیر ګټور کار ده په ځانګړې توګه زموږ په ټولنه کې چې واړه او غټ، نر او ښځه ټول د غچ اخیستنې په نفسي ناروغي اخته یو.

۲- استغفاراو د ګناه بښنه غوښتل

دریمه هغه لاره چې موږ کولی شو له بدو کارونو او د خلکو له زورولو ځانونه پرې وژغورو داده چې له الله نه هروخت د ګناهونو د بښلو غوښتنه ولرو، که موږ د ګناهونو اعتراف ولرو نو طبعا په دې فکر به شو چې د ګناهونو له دومره لوی پیټې سره د خلکو په زورولو ولي خپل پیټی لا دروند کړو، علي ابن ابي طالب رصي الله عنه وایې: د مال او شتمنې ډیریدل خیر او ښه ندي، خیر او ښه دادي چې علم او پوهه دي زیاته وي، حلم ولري او پراخه سینه دي وي، او خیر داده چې په خلکو باندي په عبادت کې مخکي وې، که چرته کوم ښه کار وکړې د الله حمد وایې او که بد کار وکړې له الله نه د مغفرت غوښتنه کوې: ليس الخير أن يَكْثُر مالك وولدك، ولكن الخير أن يَكْثُر علمك، ويَعْظُم حلمك، وأن تباهي النَّاس بعبادة ربِّك، فإن أَحْسَنت حَمَدت الله، وإن أسأت استغفرت الله.

۳- بدې پریښودل د زړه ارامي ده

دریمه لاره داده چې له بدو کارونو لاس اخیستل ارامي او د زړه خوشالي ده، لکه مخکي موږ وویل د بدو نیت لرل انسان په فزیکي او روحي دواړو لحاظونو بوخت لري او دا بوختیا دومره سخته او زیاته ده چې انسان نشي کولي نورمال او عادي ژوند وکړي او په ژوند کې پرمختګ او ترقي خو هیڅکله نشي کیدلی . د قاضي المهدي په نوم یو عالم وایې: که د بدو په پرېښودلو کې نوره هیڅ ګټه نه وي یواځي په بدو پرېښودلو کې د زړه ارامي او هوساینه دومره لوی شی ده چې باید هیڅ د عقل خاوند خپل ژوند داد څارویو په عمل خراب او بیخونده نکړي.

۴- په الله ښه ګومان لرل

قرانکریم وایې: ” وَذَلِكُمْ ظَنُّكُمُ الَّذِي ظَنَنتُم بِرَبِّكُمْ أَرْدَاكُمْ ” [فصِّلت: 23] یعني دا ستاسو هغه ګومان ده چې په خپل رب باند ي مو کاوه چې هلاک یې کړئ. امام حسن بصري رحمه الله دا ایت تلاوت کړ او وروسته یې وویل: د خلکو عملونه په خپل رب باندي د هغوی د ګومان په شان وي، مومن په الله ښه ګومان لري نو ښه عمل هم کوي او کافر او منافق په الله بد ګومانه وي نو عمل یې هم بد وي، مطلب داده چې مومن په الله ایمان په الله باندي ښه ګومان ته تیار کړی وي هغه باور لري چې د ښه او بد عمل پایله شته او کافر او منافق بد ګومانه وي او د ښه او بد عمل له پایلو بې پروا وي.

۵- ډیر امیدونه لرل

که غواړو د خلکو له زورولو او بدو کارونو ځانونه وژغورو باید خپل امیدونه او امال را لنډ کړو، که امیدونه او هیلې مو زیاتې شي او ټولې په ژوند پوري وتړو بیا نو اخرت هیر او دا ژوند موخه وګرځول شي او په دې صورت کې انسان له بد عملي او د خلکو له زورولو خوندي نشي پاته کیدلی امام حسن البصري رحمه الله وایې: د چا چې هیلې او امیدونه زیات شي د هغه عمل بد شي. ما أطال عبدٌ الأمل إلَّا أَسَاء العمل. الله جل جلاله دې موږ او ټولو مسلمانانو ته ښه عمل توفیق راکړي او الله دي د بدعملي او د خلکو د زرولو وس او توفیق نه راکوي.

و صلى الله وسلم وبارك على عبده ورسوله محمد وآله وصحبه أجمعين.

لیکوال: حامد افغان

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x