
افغان ملي لوبډلې لپاره لنډمهاله روزونکي ټاکل شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د نړیوال جام د غوراوي پړاو تر پایه به نوي روزونکي له لوبډلې سره یوځای شي.
د کرېکټ په دغه اعلان کې د توپ وهنې، توپ اچونې او ډګر ساتونکي بیلا بیل روزونکي شامل دي چې نومونه یې په لاندې ډول دي:
1. توپ وهنې روزونکی، د هند جګدیش دیسای
2. توپ اچونې روزونکی، د سویلي افریقا چارل کینیت لینګلویډ
3. د ډګر ساتنې روزونکی، د آیرلینډ جان فرانکیس موني.
پورتني روزونکي به د افغان لوبډلې سره د نړیوال جام د غوراوي پړاو ترپایه یو ځای وي، چې ممکن د افغان لوبډلې په غوره والي کې ښه رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده چې د راروان ۲۰۱۹م کال نړیوال جام لپاره د غوراوي لوبو مهالویش اعلان شو چې د روان ۲۰۱۸م کال د مارچ میاشت په زمبابوې هېواد کې به ترسره شي.