افغانستان

کابل کې د امریکا سفیر د بلخ له والي د سوله‌ییز واک د لېږد هیله کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل):  په کابل کې د امریکا سفیر جان باس د بلخ له ګوښه شوي والي عطاء محمد نور غوښتي، چې واک دې په سوله ییز ډول پرېږدي او نوي والي ته دې واک ولېږدوي.

جان باس نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، روانه سیاسي لانجه دې په سوله ییز ډول پای ته ورسېږي او د واک په لېږد کې د تاتریخوالي د پیدا کولو لپاره هېڅ ځای نه‌شته.

ده وویل، له پخواني والي نه نوي والي ته واک باید ژر تر ژره د قانون په رڼا کې ولېږدول شي او د بلخ د والي له لوري راپورته شوی سیاسي کړکېچ باید پای ته ورسېږي.

په کابل کې د امریکا سفیر د سوله ییز واک د لېږد خبره داسې مهال کړې، چې تېره ورځ د امریکا مرستیال ولسمشر ماپک پنس له ولسمشر غني سره په ټېلیفوني خبرو کې هم په بلخ کې د واک د سوله ییز لېږد غوښتنه کړې وه.

د جمعیت ګوند غړیو د پنس د خبرو هرکلی کړی؛ خو د بلخ ګوښه شوي والي یې په غبرګون کې ویلي وو، که د جمعیت ګوند او ارګ ترمنځ خبرې بې پایلې پای ته ورسېږي؛ نو په ټول هېواد کې به سرتاسري پاڅون وکړي او خلک به د حکومت پر ضد راپورته کړي.

نور تېره ورځ ویلي وو، چې د ملي یووالي حکومت دواړه مشران د چارو په اداره کې پاتې راغلي او د همدوی د ناسم مدیریت له امله په ټول هېواد کې ناامني زیاته شوې ده.

ارګ د جمعیت ګوند سره خبرې رد کړي؛ خو د دغه ګوند غړي محمد اسمعیل خان ویلي و، چې ارګ د جمعیت ګوند ۷ ماده ییزه طرحه رد کړې او د دغه ګوند ټولې غوښتنې یې نه دي منلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

Mr Noor is worried about his money and assets which totals 2 Milliard dollars. He doesn’t realize that the US can freeze his bank accounts no matter in which country they are.

الحاج استاذ بیانزی

د غلامی اداری دننه هر مثبت یا منفی پلانونه او تصامیم د امریکا له خوا ترسیم شوی او په داسی ډول مخی ته ځی چه هیوادواول او نړیوالو ته غلاماه اداره خپلواکه وځلوی چه دا دوی خپل منځی کړنی دی خپله به یی هواروی خو کله کله د ریفری دند، کله د کتلست او کله هم د جان کیری په شان د منځګړی تعامل تر سره کوی مګر پلان او تعامل به هماغه وی چه دوی مخکی له مخکی ترسیم کړی یعنی هغه منځګړیتوب هم د هغه پلان یوه برخه وی . که غواړی چه حالات د جنګو خواته باید… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x