ټکنالوژي

فیسبوک غواړي میسنجر کې غوره والی راولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): فیسبوک ژمنتیا ښودلې چې په روان ۲۰۱۸م کال کې به میسنجر اپلیکیشن کې غوره والی راولي، څو یې ساده او د استعمال لپاه اسانه کړي.

د میسنجر مشر ډیویډ مارکوس وایي چې تاسو به په د روان کال په اوږدو کې میسنجر اپلیکیشن په نوي انداز کې وګورئ چې په استعمال کې به ډېر زیات اسانه وي، او زمونږ کوښښ همدا دی چې کاروونکي خپل ورځني حالات په تفریحي ډول ترسره کړي.

سربېره پر دې دوی هڅه کوي میسنجر کې په ژوندۍ پڼه ویډیو چیټ او نورو برخو کې کار وکړي، او غواړي یو څه برخې له میسنجر څخه حذف کړي څو کاروونکو ته په استعمال کې اساني وي.

میسنجر له ډیرې مودې یو څه ځانګړتیاوې لکه د «My Day» زیاتې کړي چې د میسنجر بڼه یې یو څه سخته او درنده کړې، چې اوس یې د مشر ډیویډ مارکوس په وینا د ساده او اسانه کولو لپاره کار کیږي.

د یادونې وړ ده چې میسنجر اپلیکیشن تر دې مهاله له یو ملیارد او ۳۰۰ ملیونو څخه زیات کاروونکي لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x