fbpx

ام ټي ان شبکه د لومړي ځل لپاره 4G خدمتونه وړاندې کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ مرغومي ۱۳۹۶ل): د ام ټي ان «MTN» افغانستان مخابراتي شبکې د نوي اعلان سره د 4G انټرنېټي شبکې خدمتونو وړاندې کولو ژمنه کړې.

تر دې دمه د ام ټي ان 4G چټک انټرنیټ د کابل ښار په محدودو سوداګریزو سیمو کې د خدمتونو ازموینه پېل کړې، او دوی په پام کې لري چې ډېر ژر به د افغانستان ټولو سترو ښارونو ته دغه خدمتونه وغځوي.

په هېواد کې د چټک انټرنیټ له زیاتېدونکې غوښتنې سره سم ام ټي ان افغانستان د 3G شبکې ظرفیت غوره کولو لپاره ستره اضافي پانګونه کړې ده، چې کیفیت به یې لا غوره کړي.

له دې سره به پیرودونکي د سوداګرۍ، ویډیو او لوبو لیدلو او ډاونلوډولو لپاره چټک انټرنیټ ولري، او همدا ډول به وکولای شي له خپلو خپلوانو او ملګرو سره به په اسانۍ غږیزې او ویډیویي اړیکې ټینګي کړي.

د ام ټي ان مخابراتي شبکې مسؤلین وایي، له دې وروسته به یې کاروونکي د انټرنیټ د استعمال او خبرو اترو پر مهال له کومې ستونزې سره نه مخ کیږي.

په افغانستان کې له وړاندې د انټرنیټ فعالولو بیې پورته دي چې د 4G فعالیدو سره به نورې هم پورته شي، خو له دې سره به انټرنيټ د پخوا په پرتله ډېر چټک شي.

که له یو اړخه کاروونکي له دغې مخابراتي شبکې څخه په سوکه انټرنیټ لرلو شکایت کوي خو له بل پلوه ام ټي ان د پیرودونکو غوښتنې هم په پام کې لري.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې په افغانستان کې یوازې د افغان بیسیم مخابراتي شبکې د 4G انټرنیټي خدمتونه وړاندې کړي.

سرچینه: ام ټي ان فیسبوک پاڼه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د