د مذاکرتو لپاره د طالبانو د مشخص ادرس لرلو ضرورت

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله : د سولې په تړاو د ترکیې د ناندرییزې او مجهول الاطرافه غونډې تر تیریدو وروسته چې ادعاء کیده په هغې کې د حزب اسلامي / حکمتیار په منځګړیتوب د طالبانو او ګډ حکومت ترمنځ خبري کیږي ، یادو لوریو (طالبانو ـ ګډ حکومت) د رسمي اعلامیو په صادرولو سره په یاده غونډه کې د خپلو استازیو موجودیت په کلکه رد کړ.

د نامعلومو اشخاصو لخوا په نامعلومو ادرسونو کې د ترکيې د مجهولې غونډې په څیر د نورو متعددو غونډو دائریدو اصلي ستونزه د سوله ییزو مذاکراتو لپاره د طلبانو د مشخص رسمي ادرس نه شتون دی.

په ۲۰۱۳ کې چې طالبانو د دغسي یوه ضرورت د پوره کولو لپاره د قطرهیواد په منځګړیتوب کوم دفتر پرانیست له بده مرغه چې هغه د پخواني ولسمشر حامد کرزي لخوا د نا موجهو پلمو په ارائه کولو سره وتړل شو.

د قطر دفتر تر پرانیستو وړاندې هم څو ځله نامعلومو اشخاصو له بهرنیانو او کابل حکومت سره د د طالبانو د استازیو په نوم خبرې کړې ، او له هغوي څخه یې له دې لارې په ملیونونو ډالرهم تر لاسه کړي .

د سولې د عالي شوری پخوانی مشر فقید استاد رباني هم د طالبانو د سولې د سفیر په نوم د دغسي یو نامعلوم شخص لخوا ووژل شو او دا لړۍ لاهم د طالبانو د استازیو په نوم د نامعلومو اشخاصو لخوا لاهمداسې روانه ده چې له مختلفو بهرنیو او داخلي جهتونو سره د سولې په پلمه تماسونه نیول کیږي.

که امریکایان او په مجموع کې نړیواله ټولنه غواړي واقعا هم د سوله ییزو مذاکراتو پروسه جاري وساتي نو تر هرڅه وړاندې دا ورته په کار دي چې د طالبانو لپاره له هغوي سره د هرډول تماس ساتلو په غرض پر یوه معین رسمي ادرس توافق وکړي.

که طالبان د خپل سیاسي فعالیت لپاره رسمي ادرس ولري هغوی مجبور دي د همدې رسمي ادرس د فعالیت د دوام لپاره ټول هغه مقررات رعایت کړي کوم چې د ادرس په ایجاد ولو کې د دوي او جانب مقابل ترمنځ ورباندې توافق شوی وي.

اوس چې د طالبانو د رسمي ادرس د نشتون له وجې هرڅوک په غیر مسؤلانه ډول خپل ځان د طالبانو استازی معرفي کوي او له دې لارې څخه ناوړه استفاده کوي دا مسؤلیت ټولو هغو جهتونو ته راجع دی چې د طالبانو لپاره د دغسي یورسمي ادرس دموجویت مخالفت کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د