دیني، سیرت او تاریخ

د الله جل جلاله د ذات او صفاتو اړوند عقائد

مولوي جابر نعماني

بسم الله الرحمن الرحیم

لومړۍ عقیده

الله جل جلاله د خپل قدیم ذات او صفاتو سره یو ځای پخپله موجود او موصوف دی، پرته له دې هر څه د همده له ایجاده څخه موجود سوې، او له عدمه وجود ته راغلي دي، خدای تعالی ته خدای ځکه وايې چي هغه پخپله دی، د هغه هستي خپله له همده څخه ده، او د هغه له ذات او صفاتو څخه علاوه بشپړ کائنات، هر څه حادث او نوي پيدا، او موجود دي.

1. ځکه خو د نړی هیڅ شی پر یوه حال پاته نه دی، هر څه بدلون، تبدیل، فناء او زوال مومي، دا هر څه د دي جوت دلیل دی چي عالم پخپله موجود شوي نه دي بلکه یوه بل ذات وجود ورکړی، هغه ذات چي د هر څه د وجود او هستی څښتن دی همدغه ته مونږ الله، خدای، او مالک الملک وایو، ریښتونی، او حقیقي مالک هغه دی د چا په واک کي چي د ټول کائنات وجود وي، ښه پوه شه! حقیقي څښتن هغه دی چي د وجود څښتن وي، او څوک چي د وجود مالک نه وي هغه حقیقي څښتن هم نه دی.

2. د نړی هر څه د احتیاج، ذلت، سستۍ، عاجزي، او لاچارۍ ښکار دي، دا دا جوتوي چي عالم او د عالم هر څه پخپله نه دي، که یو څه پخپله وای نو خدای به وای او د هیڅ څه به محتاج نه وای خو داسي نه ده، د عالم هر څه خوار او محتاج دي یوه داسي چا ته چي له دغو ټولو شیانو مبراء، پاک، او لیري وي.

3. علامه احمد بن مسکویه پخپل کتاب (الفوز الاصغر) کي لیکلي: له اسمانه واخله تر ځمکي پوري هیڅ څه به داسي ونه ویني چي له حرکته خالي وي، او د حرکت شپږ اقسام دي.

• حرکت کون
• حرکت فساد
• حرکت نمو
• حرکت نقصان
• حرکت استحار
• حرکت نقل

د هیڅ شي حرکت ذاتي نه دی، بلکه د یوه ښورونکي (محرک) له امله دی، څوک چي يې له ذاته علاوه دی، نو هماغه محرک حقیقی دی، د چا په لاس کي چي د ټول عالم حرکتونه دي.

د خدای د منکرینو رد

تاریخ شاهد دی له پیله تر ننه د نړی په هره برخه کي تقریباً ټول د خدای تعالی پر وجود قایل پاته شوی، د نړی ټول مذاهب، ادیان، او ملتونه پر دې خبره متفق دي چي معبود برحق موجود دی او شته، هغه پخپل بې انتهاء قدرت او ارادې دا عالم پيدا کړی دی.

خو ماده پرست (اتیستان/ د مذهب منکرین) بیا وایې چي دا عالم د خدای جل جلاله له لوري نه دی رامینځته شوی، وای مذهبیانو مافوق الفطرت هستي منلي، د عالم د تغیراتو، پيښو او حوادثو څخه ډاریدلي نو يې فرضي خدای رامینځته کړیدی، ناحقه يې خپل امیدونه او هیلي ور پوري تړلي دي، او عبادت يې کوي، خدای نسته، البته دا عالم د مادې او د هغې د حرکت په پایله کي هسي خوشبختانه، اتفاقاً، بې مطلبه، او بې مقصود رامینځته شویدی او بس. (معاذ الله).

دا د خدای د منکرینو دلیل دی چي د فرضي، خیالي، تخمیني، او بې ربطو مقدماتو علاوه نور هیڅ هم نه دي، دا ټولي متکبرانه، او مغروري دعوي دي چي هیڅ دلیل ورباندي نه لري، او ټول د شیطانانو له لوري خطاایستل سویدي.

حقیقت دا دی چي ماده پرستانو په خپل زعم او خیال د کائناتو یو خاص سبب له خپل فکر او دماغو څخه را پیدا کړیدی، او وړاندي کوي یې، سربېره پر دې چي زره غوندي دلیل هم ورباندي نه لري، مونږ غواړو ماده پرستان دا معلومه کړي چي د دا راز عجیب او غریب کائناتو هغه چي د ځمکي، اسمانونو، نباتاتو، او حیواناتو ماهرین يې له ادراک او د حقیقت له سپړلو قاصر او کمزوري دي وښيې چي اخر دا هر څه له کومه شوو؟ د وجود سبب یې څه دی؟ څنګه او ولي رامینځته شول؟ مونږ چي د کائناتو دا عجیب او غریب جوړښت او نظام ته ګورو دا هر څه نعرې وهې او وایې چي زما جوړونکی د نهایت علم، حکمت، او نهایت قوت، او قدرت څښتن دی او د ټولو ښو صفاتو لرونکی دی.

د ماده پرستانو د موقف مثال:

د سینګار شوي کتاب نقوشو ته په کتلو دا ویل چي دا هر څه د کوم ماهر خوش نویس لیکل نه دي بلکه دا ټوله ښکلا (چي پر عجیبو، او غریبو علومو، او معارفو باندي مشتمله ده) د ماده رنګ (سیاهي) او د هغه د اتفاقي حرکت نتیجه ده، یا د کوم په زړه پوري کور په اړه دا ویل چي دا کور خپله رامینځته شویدی بس هوا وچلیده ماده ترابي، او ماده مائې سره یو ځای شول دا کامرې، کوټي، جنګلي، حوضونه، لاري، او زیني رامینځته شولي، او کور ورڅخه جوړ شو، یا د یوه ساعت په اړه دا ویل چي دا چا نه دی جوړ کړي، د هندسې کوم ماهر نه دی جوړ کړی، یا دا اوایو چي د ساعت جوړونکی لکه ماده ړوند، کوڼ، ګونګی، نا پوه، او بې خبر کس وو بس اتفاقا د مادي او د هغې د حرکت په پایله کي رامینځته شوی.. زه خو وایم هیڅوک د عقل او رايې خاوند به دا خبري ونه مني، او نه عقلي دي.

کوم عاقل به دا ومني چي د عالم دا عجیب او غریب رنګارنګي، تطورات، د مړې، بې حسه، او بې شعوره مادې ازلي حرکاتو ثمرات او نتائج دي؟

پاته دا خبره شول چي دا جوړونکی نو اخر څه، او چیرته دی؟ او زیاتول چي تر څو يې ونه وینو باور نه کوو… دا موقف او سوالونه جاهلانه، او احمقانه دي، اصلاً د منلو لپاره لیدل شرط نه دي، ښه نو د عقل او روح بیا څنګه قائل يې چي نه يې ویني؟ نه لیدل د نه منلو استدلال نه دی، عقل د پردې تر شا حکم ورکوي او خلګ يې پر وړاندي سر ږدي، هیڅوک هم دا نه وايې چي نو عقله! ولي دي ومنم چي نه دي وینم؟ ناء هیڅوک داسي جهل نه کوي چي له خپله عقله سره يې واخلي… ښه نو که همدوی د مادې، او حرکت صورت تشریح کړي؟ چا لیدلي؟ او پر کوم دلیل ورباندي باور کوی؟ حقیقت دا دی چي نه ماده نه حرکت نه دوی پخوا لیدلي وه او نه به يې وروسته اوګورې، دعوه خو مو دا ده چي تر څو يې ونه وینو باور نه ورباندي کوي، ستاسو هغه قاعده څه شول چي چي پر اساس يې له الله جل جلاله څخه منکر واست؟ اصلاً ماده پرستو دا ډول قواعد د اخرت د عالم څخه د انکار لپاره رامینځته کړیدي، او هر څه يې هیڅ دلیل نه لري، له دوی سره هیڅ هم نشته.

کوم وګړي چي د محسوساتو او مشاهداتو ګرفتار دي، خو د نظر او فکر عادي نه دي، هغوی فکر کوي چي د دنیا هیڅ شی بغیر د بل شي څخه نشي پيدا کیدلای، لکه د انسانانو او حیواناتو په څیر چي یو بل څخه زیږي، کټ مټ همدا راز عالم هم له مادې پیدا شویدی، او له عدم محض څخه وجود ته راغلی دی.
دا خیال بالکل ناسم دی، دوی د خدای توان او قدرت د بنده پر قدرت او توانايي قیاس کړیدي، دوی فکر کوي لکه یو کلال (د خاورینو لوښو جوړونکی) د تختي او خټو بغیر منکی او کوزه نشي جوړولای، معاذالله الله جل جلاله هم د مادې علاوه عالم نشي جوړولای، حالانکه دوی مني چي د عالم اشیاء متغیره (صورتونه، خطوط، نقوش، تمام اعراض، او کیفیات) له کوم شي (مادې) څخه وجود ته نه دي راغلي، بلکه یواځي له عدمه وجود ته راغلي دي، اعراض، او کیفیات د بنده له قدرته بدون ماده څنګه له عدمه وجود ته راغلي ده؟ چي موجود سویدي نو جواهر، او اجسام خدايې د واجب الوجود د قدرت قدیمه او ازلیه بغیر له مادې څنګه نشي موجودیدای؟!

دا خیال چي موجود له موجوده څخه زیږي یو باطل او مردود فکر دی، ځکه تکوین، ایجاد، او ابداع (دا ټول هم معنی الفاظ دي) د الله تعالی خاص صفت دی، او د ابداع معنی ایجاد الشی لامن شی دی، یعني د کوم شی بغیر له کوم شي (ماده) څخه پيدا کول دي، هوکي! د موجود څخه د موجود ویستل ابداع نه ده، همدا راز د ایجاد معنی د وجود د عطاکولو ده، هغه چي معدوم ته عطاء کیږي، هوکي! موجود ته وجود ورکول تحصیل د حاصل دی، او د دوو موجودینو یو ځای کولو ته ترکیب وايې په لغت او عرف کي دې ته ایجاد نه وايې.

حضرت مولانا شاه سید محمد انور کشمیري قدس الله سره (د دیوبند مدرسې تیر شوی مدرس) فرمايې:

مجــــــــــــموعه کون بود در کتم عدم
از حـــــــــــــــــــرف کن اذروبای دیر قدم
فعلي است که بې ماده قدرت اوکرد
کز ضرب وجـــــودي بعدم نیست قدم

لومړی قیصه:

یو ځل د دهریانو یوه ډله د امام ابوحنیفة رحمه الله قتل ته راغلل، امام ابوحنیفة رحمه الله ورته اویل تاسو د هغه چا په اړوند څه وایاست چي اوایې: ما په دریاب کي یوه له سامانه ډکه کښتی لیدلي ده، هغه کښتی د څپيدونکې سمندر له دغې غاړې پخپله هغه بلي ته سامان انتقالاوو، هلته به يې پخپله کښته کاوو او بیرته به راتلل، کښتی څارونکي نه لرل؟! هغوی ورته ویل دا سراسر درواغ دي عقل يې نه مني! امام ابوحنیفة رحمة الله ورته وفرمایل افسوس! ستاسو پر عقل، کله چي کومه کښتی له څارونکي پرته نشي پاته کیدای، نو د عالم دا دومره هر اړخیزه، او ستره کښتی څنګه له څارونکې پرته چلیږي؟ او روانه ده؟

کله چي يې دا مظبوط استدلال واورید ټوله حیران شول، هک پک شول، ټولو دا ستر حقیقت ومانه او پر لاس مبارک يې امان راوړ.

دویمه قیصه:

له امام مالک څخه کوم چا د وجود د صانع په اړه وپوښتل نو يې وفرمایل اوګوره! د انسان څیرې ته اوګوره څومره وړه ده!، د هر چا په مخ کي سترګي، پوزه، غوږ، ژبه وغیره وغیره ټول موجود دي، خو د هر کس څیره له یو بل سره ورته نه دي، د هیڅ کس اواز له بل سره ورته نه دی، رفتار، او طبیعت يې سره بدل وي، او توپير لري، لنډه دا چي د انسانې طبیعت، جوړښت، رفتار، ګفتار، وغیره وغیره دا توپیر د الله جل جلاله ګاریګري ده، چي هرچاته يې علیحده هیت او صورت عنایت کړیدی، د بې شعوره مادې او حرکت د کار نتیجه هر ګز نه ده.

دریمه قیصه:

له امام شافعي رحمه الله څخه چا د وجود د صانع په اړه وپوښتل نو يې داسي جواب ورکړ: چي د توت پاڼو ته اوګوره د ټولو رنګ، خوند، بوی، خاصیت، او طبیعت یو ډول دی، خو چي کله يې د ابریشمو چینجي وخوري نو ریښم ورڅخه راوځي، کله چي د شاتو (عسلو) مچی وخوري عسل تري جوړ شي، او کله چي یې تاتاري هوسی وخوري ن مشک ورڅخه جوړ شي، حالنکه شی یو دی، معلومه شول چي دا تنوع او رنګارنګي یوازي د یوه علیم، او قدیر ذات کاریګري ده، د ماده او طبیعت اقتضاء نه ده، کنه نو ماده د تولو یوه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوی شرفزی

ښکلی مطلب دی خو که چېرې په عامیانه او سلیسه روانه پښتو ولیکل شي نو عام فهمه به وي د لغاتو او سختو الفاظو ډډه وشي.
مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x