افغانستان

«افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو شمېر ۱.۷ میلیونو ته رسېدلی»

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل):د بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ وايي، په تېرو لسو میاشتو کې د جګړو، تاوتریخوالي او ناامنۍ له امله ۲۵۰ زره افغانان بې ځایه شوي دي، چې دغه شمېره د تېرو کلونو په پرتله ډېره لوړه ده.

دغه بنسټ په خپور کړي کلني راپور کې ویلي، له پاکستان نه د راغلیو کډوالو او د کورنیو بې ځایه شویو خلکو شمېر ۱.۷ میلیونو ته رسېدلی، چې ډېری یې په بد وضعیت کې ژوند کوي او د استوګنې ځایونه نه لري او دښتو کې ژوند کوي.

د بشري حقونو د څار بنسټ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر یا «یونما» له قوله لیکلي، چې په تېرو لسو میاشتو کې ناامني هم اوج ته رسېدلې او په یوازې ۹ میاشتو کې ۲۶۴۰ تنه وژل شوي او ۵۳۷۹ تنه ټپیان شوي دي.

یاد بنسټ د روان ۲۰۱۸ کال کې هم د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې د ملي یووالي حکومت ملامت ګڼل شوی، چې په ډېری هوايي بریدونو، عملیاتو او چاپو کې د ملکي وګړو ژوند ته پام نه کوي او ډېری ملکي وګړي خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ملګرو ملتونو بشري حقونو د څار بنسټ لیکلي، په افغانستان کې مېشتو بهرنیو عسکرو له لوري تېر کال ۲۰۵ ملکیان وژل شوي او ۲۶۱ ټپیان شوي دي.

د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې د بهرنیو عسکرو وروسته طالبان او د داعش ډله هم یاده شوې، چې د دوی په بریدونو کې ډېری ملکي وګړي وژل کېږي او یا ټپیان کېږي.

په راپور کې راغلي، تېر ۲۰۱۷ کال په افغانستان کې خبریالانو ته  مرګونی کال یاد شوی، چې ۲۱ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي پکې وژل شوي وو او ۲۳ نور ټپیان شوي وو.

په افغانستان کې له ازاد رسنیو د ملاتړ ادارې«نی» له قوله لیکل شوي، چې د ملي یووالي حکومت په راتګ د بیان ازادي ورځ تر بلې د ګواښ سره مخ کېږي او رسنیو ته ګواښونه هم ډېر شوي دي.
نی ویلي، د حامد کرزي په ۱۳کلنه دوره کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۶۱۰ پېښې ثبت شوې وې؛ خو د ملي یووالي حکومت په راتګ په تېرو درې کلونو کې دغه شمېره ۶۲۰ ته رسېدلې ده.

د بشري حقونو د څار بنسټ د راپور له مخې، تېر کال په افغانستان کې د بشري حقونو قضیې هم نقض شوي او افغان حکومت نه دی توانېدلی، چې د شکنجې مخنیوی وکړي او اوس هم زرګونه بندیان تر شکنجې لاندې نیول کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x