افغانستان

افغان کډوال: د ناامنيو او اقتصادي ستونزو له امله هېواد ته نشو ستنېدی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): په پاکستان کې د افغان کډوالو ولسي استازي وايي، چې افغانستان کې د جګړو، ناامنيو، او بې کارۍ له امله افغان کډوال د دې جوګه نه دي، چې خپل هېواد ته ستانه شي او غوښتنه يې کړې، چې د پاکستان حکومت بايد په دغه هېواد کې د دوی د اوسېدو موده نوره هم وغځوي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل کمېټې مشر حاجي ارسلا خروټي ويلي، چې پاکستان نږدې څلور لسیزې د افغان کډوالو مېلمه پالنه کړې، دوی يې درناوی او مننه کوي او هيڅکله به يې دا ښه والی هېر نه کړي، خو په ورته وخت کې يې غوښتنه کړې، چې په يوه مياشت کې د لکونو کډوالو ستنېدل ناشوني دي.

ښاغي خروټي وويل: «په افغانستان کې ستونزې زياتې دي خلک هلته د اوسېدو ځای او کارونه نه لري، نږدې دوه نيم ميليونه کډوال په پاکستان کې مېشت دي، تېر کال د بېرته ستنېدونکو لړۍ ډېره چټکه وه خو بيا هم په شپږو مياشتو کې څه د پاسه اووه لکه خلک ستانه شول او که اوسني مېشت کډوال ځي، نو دا څو کلونو ته اړتيا لري.»

د افغان کډوال د شمشتو مولوي خالص کمپ استازي قاري محمود شاه هم خبرغونډې ته وويل، چې په افغانستان کې د بهرنيو پوځيانو د شتون، سربېره داعش ډله، همدارنګه د زورواکانو او مافيايي کړيو له امله هلته د عامو افغانانو ژوند له کړاوونو ډک دی او خلک هڅه کوي، چې خپل کورونه پرېږدي.

پاکستان په داسې حال کې د افغان کډوالو د وېستلو اعلان کړی، چې په افغانستان کې د داخلي جګړو، ناامنيو او نورو ستونزو له اوولس لکو زيات کسان بې کوره شوي دي.

خو د دې ټولو غوښتنو او ستونزو سربېره د پاکستان لومړي وزير  شاهد خاقان په مشرۍ د ملي امنيت شورا پرېکړه کړې، چې نور د افغان کډوالو د اوسېدو موده نشي غځولی، خو د ګډ حکومت د کډوالو چارو وزارت وايي، چې د دوه نيم ميليونه کډوالو په اړه د پاکستان يو اړخيزه پرېکړه د منلو وړ نه ده.

په پاکستان کې کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې ادارې «UNHCR» وياند قیصر اپريدي هم رسنيو ته ويلي، چې د استانبول په وروستۍ غونډې کې پرېکړې شوې وه، چې افغان کډوال بايد د ۲۰۱۸ کال تر پايه په پاکستان کې پاتې شي او افغانان بايد په خپله خوښه او درناوي خپل هېواد ته ستانه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

This is very ridiculous that there are millions of Afghans living in Pakistan for almost 40 years and the government of Afghanistan doesn’t appreciate and keeping good relation with India.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x