نړۍ

قرضاوي: سیسي د مصر لپاره مصیبت شو

د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې مشر دکتور یوسف القرضاوي وايي چې ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند (عبد الفتاح سیسي) د هیواد لپاره یو مصیبت دی.

نوموړی وايي چې د اسرائیلو چارواکي په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د سیسي په کامیابولو کې مرسته کوي، او په وینا ئې سیسي د اسرائیلو د منافعو حمایت کوي او هیڅکله به د فلسطین د قضیې په ګټه د اسرائیلو په مقابل کې ونه دریږي.

ښاغلي قرضاوي چې د یکشنبې په ورځ ئې په دوحه کې د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې لخوا دائر شوي کنفرانس ته وینا کوله، وویل:

“اایهود بارک او اسرائیل وايي چې سیسي د دوی خپل سړی دی، او له مونږ څخه غواړي چې د سیسي ملاتړ وکړو”.

ښاغلي قرضاوي زیاته کړه:

“له کومې ورځې چې سیسي راغلی مونږ د وینو له توییدنې، بندیخانو او د بې عزتۍ څخه پرته بل شی نه دی لیدلی او یو ناوړه حالت روان دی.. مصر خپل هرڅه له لاسه ورکړل.. دا یو ستر مصیبت دی”.

عربي او خلیجي هیوادونو همیشه د دکتور یوسف قرضاوي څرګندونې له قطر سره د خپلو اړیکو په خړپړ کولو کې پلمه ګرځولي، دوه میاشتې وړاندې سعودي عربستان، متحده عرب اماراتو او بحرین له دوحې څخه خپل سفیران وروغوښتل او قطر ئې په دې تورن کړ د دکتور یوسف قرضاوي او الجزیرې تلویزوني چاینل څخه د اخوان المسلمین په ملاتړ کې استفاده کوي.

دغو هیوادونو له قطر غوښتنه کړې وه چې دکتور یوسف قرضاوي له خپلې خاورې وباسي.

که څه هم قطر دغه تورونه رد کړي خو ښاغلي قرضاوي له هماغه وخته په دوحه کې د جمعې ورځې له خطبې څخه ډډه کړې. خو د یکشنبې ورځې کنفرانس وښوده چې ښاغلی قرضاوي لا هم د مصر په موضوع کې په خپل دریځ ټینګ ولاړ دی.

کله چې ښاغی قرضاوي وپوښتل شو چې ایا چمتو دی په قطر باندې د فشارونو د کمیدو په موخه له دې هیواد څخه واوځي؟ نوموړي وویل: څوک چې د قطر تابعیت لري هغه به هیڅکله دا کار ونکړي.

ښاغلي قرضاوي زیاته کړه:

“قطر د حق تر څنګ ولاړ دی، که دا هیواد کامیابیږي حق به بری مومي”.

د یادونې وړ ده چې دکتور یوسف قرضاوي په خټه مصري خو کله چې د حسني مبارک واکمنۍ ته مطلوب شو نو د قطر هیواد تابعیت ورکړ.

وروسته له هغه چې دکتور قرضاوي د استشهادي (سرښندونکو) بریدونو د جواز فتوی ورکړه، د برتانیې او فرانسې په شمول یو شمیر هیوادونو نوموړی خپل هیواد ته ممنوع الدخول اعلان کړ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx