ورزش

پاکستان ته په یو ورځنۍ سیالیو کې په پنځه صفر ماتې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): پاکستان د نیوزېلنډ په وړاندې په یو ورځنۍ سیالیو کې پنځمه لوبه کې هم ماتې وخوړه چې د سیریز لړۍ کې یې په ۵.۰ ماتې وخوړه.

لوبه نن د نیوزېلنډ په کوربه توب د ویلنګټن لوبغالي کې ترسره شوه چې لومړی توپوهنه نیوزېلنډ ترسره کړه او پاکستان ته یې د ۲۷۲ منډو هدف وټاکه.

ددوی لخوا مارټن ګیپټل یو ځل بیا ښه لوبه ترسره کړه او سلیزه یې ترسره کړه، نوموړي د یوې شپږیزې او ۱۰ څلوریزو په مرسته ۱۰۰ منډې جوړې کړې، چې یو ځل بیا د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو، او همدا ډول د سیریز په پای ته رسیدو یې د لړۍ غوره لوبغاړي جایزه هم وګټله.

د تېر په څېر د پاکستان غوره او ټاپ آرډر لوبغاړي یو ځل بیا ناکام شول، او یو مهال یې په ۵۷ منډو ۵ لوبغاړي سوځیدلي و، چې بيا وروسته حارث سهیل او شاداب خان د ۱۰۵ منډو شراکت جوړ کړ او لوبډله یې تر یوه اندازې ژوندۍ وساتله، چې حارث سهیل ۶۳ او شاداب خان ۵۴ منډې جوړې کړې.

په پای کې لوبه یو څه دلچسپه شوه چې پاکستان خپلې منډې ۲۵۶ ته ورسولې او دوی ته په ۸ توپونو ۱۶ منډې پاتې وې، خو د ۴۹م اور په آخري توپ د پای لوبغاړی اوټ شو او همدا ډول نیوزېلنډ د ۱۵ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

که څه هم پاکستان لوبډله د تېر کال چیمپینز ټرافۍ اتلوله لوبډله ده، خو ددوی لپاره د ۲۰۱۸م کال پېل له مایوسۍ ډک کال شو چې په لومړۍ یو ورځنۍ لړۍ کې یې کلین سويپ وخوړ.

د یادونې وړ ده چې دواړه لوبډلې د شل اوریزو دوه سیالۍ هم لري، چې د راروانې دوشنبې په ورځ پېلیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x