نظــر

افغانستان او یو بل بحران

آبراهم لینکن د امریکا پخواني اولسمشر یو وخت ویلي ول چې: ټول ترې ډارېدل، ټولو ترې اجتناب کاوه…. خو بیا هم جګړه پېښه شوه.

موږ هم نن په شعاري ډول ټول همدا نارې وهو چې جنګ نه غواړو، جنګ ورک کړې، تفرقه ورکه کړې، خو په شعوري ډول ټول د همدې جنګ، همدې ورانۍ او د همدې تفرقې اسباب برابروو. که چېرته حالات زموږ د طبعې مؤافق روان ول نو ټول افغانان یو، ټول مسلمانان یو او ټول انسانان یو، هم ملي وحدت قایم وي، هم ورورګلوي او خورګلوي وي او هم ځارېدل وي.

خو که چېرې حالات بل ډول وي او زموږ د طبعې او ګټو خلاف وي نو بیا دا هېڅ هم نه وي. هغه وخت نو له موږه – نور څه خو لا پرېږده چې آن د اسلام ټېکه داران او مفتیان هم جوړ شي، د پیغمبر علیه الصلاة والسلام په مسند کېنو او د جنت او دوزخ شهادتنامې وېشو. دا هغه حقیقت دی چې په موږ ټولو افغانانو کې ښه په کثرت سره پیدا کېږي.

د ۲۰۱۴ کال انتخابات ترسره شول خو نهایي نتیجې یې لاتراوسه معلومې ندي. پدغو انتخاباتو کې دوه مخکښ کاندیدان هر یو داکتر عبدالله او داکتر اشرف غني احمدزی د خپلې بریا او ارګ ته د رسېدو دعوې کوي. داکتر عبدالله چې 44.9٪ سلنه رایه یې ترلاسه کړې تر اشرف غني چې 31.5٪ سلنه یې ترلاسه کړې ځان ډېر حقدار ګڼي. داسې آوازې وې چې داکتر عبدالله او اشرف غني د حامد کرزي په وساطت غونډه کړې تر څو دواړه لوري دوهم دور انتخاباتو ته تر داخلېدو مخکې، د یو ګډ او مشترک حکومت په رامنځته کولو او توافق سره سلا شي، خو دا چې اشرف غني د مشترک (ائتلافي) حکومت منلو ته غاړه نه ږدي، خبره لاینحل پاتې ده.

له بل لوري، د داکتر عبدالله او د ټیم سرزوري یې دې خبرې ته نغوته کوي چې ګواکې دوی د ناکامېدو په صورت کې د یو بحران او کشمکش په لټه کې دي. د بلخ والي، عطا محمد نور له دولتي موقف څخه په غلطې استفادې، دوه ځلې اخطارونه وډزول چې د ډاکتر عبدالله د ناکامېدو په صورت کې به زه وګورم چې زه څه کوم. خو دویته هم معلومه ده چې دا هر څه یوازې بچه ترسانک دی.

د افغانستان سیاسي او ټولنیزه وضعه لاتراوسه ددې وړ نده چې یو داسې جهت او ډله دې د واک پر ګدۍ کېني چې هغوی عملاً د ملت په وژنه او ترور کې لاس درلود او لري یې او قدرت یې هم تر خپله کوره محدود وي. د ډاکټر عبدالله ټیم هغه څوک دي چې د جهاد او مقاومت په نامه یې د افغانستان قواله غرب ته ورکړه او لاتراوسه پدې نامه له هغوی جیره خوري. ډاکټر عبدالله او ټیم یې په شدیده توګه یو فاشیستي ټیم دی چې د پښتنو په مقابل کې خورا سخت حساسیت لري او یوازنی ارمان یې همدا دی چې قدرت ته له رسېدو سره سم د پښتنو په حقوقو په یو رسمي چوکاټ کې، سترګې پټې کړي.

لدغو مسایلو یوه هم د ډیورنډ مسئله ده چې د افغانستان ملي داعیه بلل کېږي او له اوسنیو څرګندونو او پخوانیو تجربو څخه داسې معلومېږي چې ډاکټر عبدالله پدې مسئله کې خورا سوړ دی، او له پاکستان سره یې هم سر ښورولی تر څو د ډېورنډ ملي داعیه یو طرفه کړي. همدارنګه یو له هغو دلایلو چې د ډاکټر عبدالله د بري په صورت کې به د بحران لامل کېږي داده چې نوموړی له طالبانو سره هم په فکري او هم په ګوندي لحاظ په ټکر کې دی او د مسعود تر څنګه یې د طالبانو په مقابل کې سنګر نیولی او لا هم په دولت کې د طالبانو ورګډېدل نه مني. پردې بنسټ، سوله چې یو ملي پروګرام دی او د ټولو افغانانو یوه تلپاتې او همېشنۍ هیله ده، د ډاکټر عبدالله د فاشیستي ټیم سره به هسې یوه ناره پاتې شي او خپل ماهیت او اصلیت به له لاسه ورکړي.

د سولې لپاره لومړی شرط د یوه بې طرفه جهت ټاکل دي تر څو له مخالف لوري سره د خبرو اترو او جرګې ته د کېناستلو ظرفیت او اهلیت ولري. ظرفیت پدې معنی چې په اسلامي ا و ملي چوکاټ کې یو داسې میکانیزم رامنځته کړي چې الهي او ملي منشوراتو ته په کتو عملي تګلارې وړاندې کړي. او اهلیت پدې معنی چې نوموړی ټیم – لکه څنګه مې چې مخکې وویل له طالبانو سره په فکري لحاظ جوړ ندي، او حتی تر دې چې خبرو اترو ته لاندي تیار، نو سوله به څنګه راولي او څنګه به دغې کشالې ته د پای ټکی کېږدي.

مقابل طرف یې چې اشرف غني احمدزی ولاړ دی په داخلي جنګونو کې طرف ندی واقع شوی او یو څه د منلو وړ ښکاري. هغه څه چې دده په اړه ویل کېږي چې یو سیکولر او لامذهبه دی او کورنۍ یې هم اسلام ته رغبت نلري، د یوې عملي میکانیزې مخه نشي نیولی. هغه څه چې دده د معاون دوستم په اړه دي، یوه د خټو پوزه یې ورته جوړه کړه چې هغه له ملت څخه د خپلو جنایاتو په اړه د بخښنې غوښتنه وه. په پښتو کې متل دی چې وایي؛ پړ مې کړه مړ مې کړه. دوستم اعتراف وکړ چې د جنګ د یوه طرف په توګه ورڅخه دا هر څه شوي دي، خو فخر پرې نه کوي او له ټول ملت څخه بخښنه غواړي.

خو، د داخلي جنګونو ماهرین او د افغانانو قاتلین د بخښنې غوښتلو اخلاقي جرأت خو لا څه چې آن پخپلو مېخ ټک وهلو، غلا او چور او چپاول فخر کوي، او د جهاد او مبارزې نوم ورکوي. خود به دا نوم ورکوي، ځکه چې همدا یې د عاید منبع او د کاذب شخصیت جوړونې اصل دی.

هغه څه چې غواړم روښانه کړم دادی چې د ډاکټر عبدالله ټیم نهایتا یو فاشیستي، نااهله، د ملي ګټو پر ضد، سمتي، قومي، ګوندي او بې ظرفیته ټیم دی چې هېڅکله به پدې ونه توانیږي ملي کشالې حل کړي. ځکه چې افغانستان هغه د ۱۰ لسو کالو مخکې افغانستان ندی چې د کرزي د حکومت مقایسه د رباني او طالبانو د حکومتونو سره کېدله، بلکه د راروان حکومت مقایسه به د لسو او دولسو کلونو ترمخه دورې سره کېږي. پدغه موده کې چې کوم نسل رالوی شوی دی هغه له نوي حکومت څخه لوړې هیلې او توقعات لري او غواړي چې هر څه ورته بنیادي شي. همدارنګه، کرزی د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۷ کال کې د یو ضعیف اپوزیسیون شاهد وه خو نوی حکومت به د خپل کار په دوهمه ورځ تر خپل څنګ یو قوي او منتقد اپوزیسیون ولري. د کرزي حکومت په مختلفو مصلحتونو ولاړ وه او همدا یې لوی دلیل وه چې د هغه نوماند ته چا رایه ورنکړه او په ډېر کم شي له میدانه ووت. اولس اوس پوهېږي چې دوی څه غواړي او د خپلو غوښتنو او توقعاتو د پوره کېدو په خاطر کوم آدرس سم او درست دی. خو دا چې تپل کېږي او په زوره منل کېږي، نو بیا د زور منطق زور دی.

پورتنیو واقعیتونو ته په کتو سره د ډاکټر عبدالله په ټیم کې بدبختانه دا ظرفیت نشته چې هر څه مثبت لوري ته وخوځوي او د بریا په صورت کې یې هم، ښایي د یو داسې ضعیف او تنظیمي حکومت په توګه پاتې شي چې غوره مثال یې د د اویایمې لسیزې ملوک الطوايفي دوره ده.

امت، د عبدالبصیر عتیقزي کالم، نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x