شعـــــرونه

غمونه غرونه غرونه / نظام کندهاری

شاعر: نظام کندهاری

بار کړي مو پر شونډو دي آهونه غرونه غرونه
په زړونو کې پراته مو ارمانونه غرونه غرونه

د ژوند پر ټول بازار مو يو مثقال خوښي هم نشته
غمونه غرونه غرونه فريادونه غرونه غرونه

چې شپه شي پر تڼاکو پښو له خيال سره ورخېژم
يو چا راته پرې ايښي دي يادونه غرونه غرونه

ها سرته يې د قبر چې يو ماته جنډه ښکاري
لري دغه اتل نو تاريخونه غرونه غرونه

رقيب مې چې دا تور او سپين پټکی زغملای نشي
دې ولونو کې دي نغښتي غيرتونه غرونه غرونه

په غېږ کې د هدف به سر للو للو کړو هلته
که تېر مو کړل د هجر کړاوونه غرونه غرونه

نظامه خوشحالي به ورته څنګه لاره وکړي؟
له زړونو را تاو شوي مو دردونه غرونه غرونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x