دیني، سیرت او تاریخ

عیسائیت په افغانستان کي (۲١)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

په افغانستان کي عیسایي مبشرین زموږ د ماشومانو ذهنونه پرېولي

و موږ ته هغه ویډیو په لاس راغلې ده چي په افغانستان کي افغاني مرتدین زموږ د ماشومانو ذهنونه پرېولي، و هغو ته د عیسائیت د منسوخ دین عقاید ورښي، د هغو ذهنونه د اسلامي حقایقو څخه خالي کوي، هغوی داسی جوړوي چي بیا یې مرتد کېدل ورته ډېر اسانه وي، په دغه ویډیو کي دوی معصومو ماشومانو نجونو او هلکانو ته بېل بېل تعلیم ورکوي هغه څه چي دوی یې ورته وايي هغه دادي:

You Must Know Jesus is love, Hallelujah, Amen Jesus save us, I am Clean and I became a new person, from now on Jesus is my Messiah , praise for Jesus,

ژباړه: تاسی باید په دې پوه شی چي حضرت عیسی علیه السلام مینه ده. حضرت عیسی علیه السلام موږ ژغوري، زه پاک ستره یم او زه نوی کس یم، له اوس څخه حضرت عیسی علیه السلام زما مسیح دی، صفت دي و حضرت عیسی علیه السلام ته وي.

یو نر مرتد او یوه ښځه مرتده و دې تنکیو ماشومانو ته ولاړ دي او دا کلمات ورته وايي،دا هغه کلمات دي چي د بپتسمې (تعمیدي غسل) پر مهال ورته ویل کیږي، دا ټول د شرک ، کفر او د ارتداد کلمې دي.

داد اسلام څخه دخروج کلمې دي.

تاسی کولای شی چي دغه ویډیو په لاندي لنک کي وګورئ:

https://www.youtube.com/watch?v=g-YtQj2URck

https://youtu.be/9tN3G0b55Bs

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x