نظــر

د بام پر سر خر

ژباړه: قطب الدين مشال

يوه ورځ اکرم خپل خر د بام سر ته وخېځاوه خو کله چې يې بيرته لاندې راښکته کاوه، خر انکاري شو او نه ښکته کېده.

چې هرڅومره يې د ښکته کولو هڅه وکړه خو خر پر خپل ضد ټينګ و او کوز يې نشواى کړاى، آخېر اکرم ماته ومنله او لاندې منتظر شو چې ښايي خر به يو ډول نه يو ډول پر خپله راکوز شي.

څو شېبې وروسته اکرم خپل خر وليد چې پر لغتو د بام ماتولو کوښښ کوي.

اکرم حيران و پريشان شو، له ځان سره يې ووېل: بام خو ډېر نازک دى او د خره د لغتو تاب نشي راوړى، اړ شو چې يو ځلې بيا د خره د راښکته کولو لپاره بام ته وخېځي لاکن خر لا هم پر خپل ضد ټينګ ولاړ و او په لغتو د بام پر ماتولو بوخت و، اکرم آخري هڅه کوله چې خر د ځينو(stairs) پر خوا ټېل وهي او ښکته يې کړي.

څه ګورو چې خره اکرم پر لغته وواهه او لاندې يې واچاو، خر خو نو خر ده! د تېر په څېر يې بيا د بام پر ماتولو شروع وکړه، بالاخره بام مات شو ، خر او بام دواړه پر ځمکه راولوېدل.

اکرم تر ډېره ددې عجبې پېښې په اړه تعجب او په ژورو سوچونو کې ډوب و، له زيات سوچ و فکر وروسته يې له ځان سره ووېل: چې خر بايد هيڅکله هم لوړ مقام ته و نه رسول شي؛ يو خو هغه خپله ځان ته زيان رسوي، دوهم هغه لوړ مقام خرابوي او درېيم چا چې لوړ کړى وي هغه ته هم ضرر رسوي.

پايله: مونږ ناوړه خره پر لوړ مقام کښېنوو او هغوى پر لويو ـ لويو لقبونو نازوو، بيا دا خره مونږ هم لاندې راچوي، ځان او هغه منصب هم خرابوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نورالدين

دازموږ‎ اکرمیان اوخرہ خو ډیر بد دی-الامان

داکتر فاروق اعظم

خر د بام پر سر د مضمون په ارتباظ لطفا لاندی شعر ولولی:

د نا اهله حال بجلي ته پاتیږي. – چی پر آس باندي سپریږي نو خر کیږي
قام او ملګ ټول په خواریږي او تيټيږي. – څومره دی چی لا غټیږي او لوړیږي
فاروق اعظم

بجل (بیډۍ) د پسه یا غوایي د شا د زنګون یو هډوکی دی چی د افغانستان په ډیرو ځایو کی هلکان لوبي په کوي. ددغه هډوکی یوه خوا اس او بل خر دی.. بچل چي پر آس خوا ودروی، د خر خوا یی لوړیږي

غ.حضرت

ښکلی داستان دی.مننه ددې لیکنی په ارتباط نوری لیکنی هم د خره په هکله لیکلی شویدی چه البته هغه هم ټولی په زړه پوری دی. که اجازه وی زه به هم د خره په باره کی ( که غیبت ونه ګڼل شی) یو څه ووایم. خر تر نیم بشریت نېکمرغه دی ځکه: لومړی، خر فکر کوی چه موږ انسانان ئې مثلاً د څلور دېرش خښتو ( زیات او کم) په حمّالی تېر ایستی یو او د کوچنی کار د سر ته رسولو په بدل کی ئې نس موړ دی چه البته بیه او ارزښت او مارکېټ ئې بل امتیاز. اکثره… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x