badakh

بدخشان: له اتو وروځو وروسته یوه مېرمن ژوندۍ راویستل شوې

ریزه ګله هغه مېرمن ده، چې په ارګو کې تر خاورو لاندې کېدو اته ورځې وروسته راوویستل شوه، چې روغتیايي حالت يې د ډاډ وړ دی.ریزه ګل اوس په د بدخشان په یوه روغتون کې بستر ده، هغې رسنیو ته ویلي چې دې د جنازې د تکبیرونو غږونه يې اورېدل خو د دې دمرستې نارې چا نه اورېدې.

افغان چارواکو په ياده سیمه کې د تر خاورو لاندې شویو له راویستلو ناوسي ښوودلې او ويلي يي و، چې ټول مجموعي هدېره به يې وبولي.تر ریزه ګل وړاندې یو ماشوم هم خپله مور له څو ورځو وروسته له پنځه متره کيندنې لاندې د خپلې مور جسد راوویسته.
په ارګو کې چې د ځمکې د ښوويېدو له امله سلګونه کورنۍ تر خاورو لاندې شوي، ځينو چارواکو ترې ليدنه وکړه چې یواځې يې د مرستو وعدې ورکړي.
خو د هېواد په ګوټ ګوټ کې ځوانانو د بدخشان ويرځپلو ته چنده برابره کړه چې يواځې په هلمند او کندهار کې ورته اووه میلیونه افغانۍ نقده چنده ټوله شوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د