شعـــــرونه

په کاګل باندي مين يو / مزمل

شاعر : حضرت يوسف مزمل

په ابد باندي مين يو په ازل باندي مين يو
مونږ د يوه امير لښکر يو يو پر بل باندي مين يو

مونږ د يوه هدف ملګري زمونږ د ټولو يوه تګلاره
چې غليم مو پکې سر خوري ها مورچل باندي مين يو

په پردو مو پيرزو نشي دا وطن خو زمونږ تن ده
وار به يې اخلو واشنټنه په کابل باندي مين يو

په خاطر د خوږ اسلام او د وطن چې ځان فدا کو
د هغه شهيد رخسار او په کاګل باندي مين يو

مونږ خزان لره بهار يو هم تيارو ته مشالونه
د غليم سترګو کې خار يو خو په ګل باندي مين يو

پړاونه مو لنډ کړي انتظار د څو شېبو ده
لارويان د خپل مسير يو خپل منزل باندي مين يو

مزملَ پري نږدې غليم تښتي ته چمتو ده
ستا د توري په ګزار مري ها اجل باندي مين يو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x