دیني، سیرت او تاریخ

ته ښه مسلمان نه یې

دکتور کفایت الله وردګ

د ابو حذیفه الاسدی په نوم یو سعودي ځوان مکسیکو ته به سفر لاړو هلته یې له یوې ایما Emma نامي مکسیکایی جینۍ سره ولیدل چې د هغې د زکاوت ، تېز ذهن او ښه استعداد نه ډېر زیات متاثر شو د هغې سره یې د تعلقاتو لړۍ وغزوله ، خبرې او تعلقات یې زیات شول خبره یې تردې بریده لاړه چې باید دواړه سره واده وکوي .

ابو حذیفه پلار ته تلیفون وکولو اجازه یې ورڅخه غوښته چې ایما سره واده وکوي لکن پلار یې ورته د نه کولو امر وکولو او ورته یې وویل : هغه یوه غیر مسلمه ده .

میاشت تېره شوه ابو حذیفه پلار ته زنګ ووهلو که چېرته هغه زما سره اسلام قبول کړي نو بیا؟

پلار یې ورته وویل : بیا هېڅ اعتراض نشته .

ابو حذیفه خوشحال شو کتابخانې ته لاړو او یوه نسخه قرآن کریم د انګلیسی ترجمې سره او د اسلام په اړه یې په انګلیسي ژبه یو تفصیلي لیکلی کتاب واخیست او ایما ته یې ډالۍ کړل چې دا کتابونه زما لپاره مطالعه کړه او که چېرته د اسلام دین خوښ شو نو ته به اسلام قبول کړې او زمونږ به واده وشي .

ایما ورڅخه څلور میاشتې مهلت وغوښت چې پدې کې به زه دا کتابونه مطالعه کړم بیا به تاته د خپل اسلام د قبول یا انکار په اړه خبر درکړم .

څلور میاشتې وروسته ایما ورته زیری ورکړو چې ما اسلام قبول کړو ..

نو بیا خو به دواړه واده کوو ..

ایما ورته وویل : نه

ولې نه ؟

ځکه چې ما اسلام مطالعه کړو ډېر ښکلی دین دی او زما خوښ شو ځکه مې قبول کړو لکن ما چې پدې کتابونو کې اسلام مطالعه کړو ته هغسې مسلمان نه یې د اسلام له نظره ته ښه مسلمان نه یې ، ته هم د اسلام دعوه لرې لکن تا په خپل ځان اسلام نه دی عملی کړی زه خپله نور کوښښ کوم چې په ځان مکمل اسلام عملي کړم نو که ته لما سره واده کول غواړې اول په ځان باندې مکمل اسلام تطبیق کړه بیا به دواړه واده کوو .

دا کیسه ما ولوسته او خوښه مې شوه لدې فکر سره یې لتاسې سره شریکوم چې رښتیا هم مونږ په ځان باندې دا اسلام په هغه شان نه دی عملی کړی چې څرنګه په کتابونو کې دی اسلام ډېر ښکلی دین دی او په اوس وخت کې مسلمانان هغه ډول مسلمانان نه دي چې څرنګه په کار ده چې باید وی الا ماشاء الله ..

ترجمه له الموسوعة النابلسي مجلې نه .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احسان الله

سلامونه مننه له ښه معلوماتو دالله حخه دی روغ او جوړ غواړ. که ماته یو څوکتابون په زما په ایمل ته راولیګی دا بدی دیرمحربانی و. مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x