نظــر

د سولې دروغجنې هڅې

عاکف مهاجر

سوله ئیز ژوند لپاره د بشریت لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم راغلی له هغه تر مخ به خلکو لوڼې خښولې یو انسان به د بل انسان بندګي کوله خو هغه صلی الله علیه وسلم انسانیت ته لارښود او پیشوا وګرزیدلو د انسانانو د سوله ئیز ژوند لپاره یې کلونه خواری وکړې.

د هغه صلی الله علیه وسلم په څیر مونږ هم سوله او سوله ئیز ژوند لپاره آن د مرګ خولې ته هم ځانونه ورکوو تر څو ټول خلک د یوې ریښتونې سولې له چتر لاندې ژوند وکړي او د بنده له غلامۍ وژغورل شي د خدای قران په خلکو نافظ او سوله راشي خو ځینې بشر خواره د سولې په نوم انسانان وژني او خپلې بندګۍ او غلامۍ ته یې رابولي تر څو د هغه هر امر ته په لبیک سر وښوروي او د نه منلو په صورت کې یې باید و وژل شي یا بندي شي او د پردیپال ټاپه پرې ورسریښ شي.

سره له دغو ټولو حقائقو اوس په ګران هیواد کې امریکایان او په افغانانو تپل شوی حکومت د سولې دروغجنې نعرې وهي او وایي چې مونږ سوله کوو خو مقابل لوری مو سولې ته ژمن ندی.

باید دا روښانه کړو چې افغان حکومت او امریکایان له بل لوري د سولې په نوم تسلیمي غواړي او د سولې لپاره بیا دوکانداري کوي کوم اړین ګام نه اوچتوي دوی تل له هغه چا سره د سولې نعرې وهی چې غواړي له دغې لارې خپل مقابل په برخو و ویشي او د هغوی ترمنځ خپلمنځي بعدونه رامنځ ته کړي.

مونږ باید دا درک کړو چې د مخالفینو په ویشلو کې سوله نه بلکې د سولې کشتۍ ډوبول دي او د سولې وژل دي.

سوله هغه مهال رامنځ ته کیدلی شي چې مخالف لوری مو معلوم او یو وي کنه د مخالفینو ویشل د سولې ورکولو نه پرته بله کومه لاسته راوړنه نشي بلل کیدلی.

د مخالفینو د ویشلو ښه بیلګه د روسانو له وتلو وروسته د نجیب د حکومت او د هغه وخت د تنظیمونو کیدلی شي چې تر اوسه افغانان په هغه اور کې سوځیږي او کلونه وروسته هم د هغه اور پیلوزي دغه ناچاره ولس ده.

دواړه لوري باید د سولې لپاره اړین ګامونه واخلي او نور افغانستان ته یوه ریښتونې سوله رامنځ ته کړي کنه د هیواد جنګ ورځ تر بلې د زورورو د جګړې میدان ته روان دی او زورور ملکونه به دلته زور ازماینه کوي پکې وژل کیږي به افغانان.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x