fbpx

شاعرانو ته

حامد افغان

رسول الله ﷺ فرمایي: ستاسو کوم یوه سینه چې له “نوونه” نه ډکه شي، دا ډېره ورته ښه ده چې له شعرونو ډکه وي. ‏قال رسول الله ﷺ: لأن يمتلئ جوف أحدكم قيحا؛ خير له من أن يمتلئ شعرا. متفق عليه

أبو عبید وایي: دا حدیث د هغه چا په اړه دی چې ټوله بوختیا یې شعرونه وي او قرانکریم او د الله ذکر یې هېر کړی وي. او هیڅ توجه نه ورته کوي. که چرته یې په قران او علم بوختیا زیاته وه هغه شاعر نه په کې راځي. سنن أبي داود [٥٠٠٩].

د حدیثو د امام النضر بن شمیل یوه شاګرد چې دا حدیث واوريدي هک حیران پاته شو النضر ورته وویل: زموږ سینې ټولې له شعرونو، نه دې ډکې، بلکي قران، علم او د الله ذکر هم په کې شته. دا حدیث د هغو بدوګانو په اړه دی چې له شعر پرته نور هیڅ نه لري.

زموږ د افراطي خوی له برکته .. کله مو چې د چا له کوم شي سره مینه شي د افراط اوج ته ځان په کې ورسوي، د فېسبوک زیاته بوختیا یې یوه بېلګه ده. له شعر سره هم د ځینو لیونۍ او افراطي مینه اخیر دې حد ته ورسیږي چې ټوله سینه یې له شعرونو ډکه شي او نور هیڅ نه لري او دا ډول خلک د دې حدیث مصداق دي. نو شاعران او د شعر مينان وروڼه دې متوجه اوسي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د