اولادونه په پردېس کي (درېیمه برخه)

muslim-children-reading-quranدبلوغ مرحله :

کله چي ماشوم که هلک وي اوکه نجلۍ دڅوارلسو کلونو شي دا دهغه دمراهقت سن دی چي خورا ارزښتناکه او خطرناکه مرحله ده، پدې وخت کي باید تل هغوی وڅارل شي، دنېکیو لورته يې لارښوونه وشي او له خطرناکو ځايونو څخه راوګرزول شي.

د عمر پدې مرحله کي له ماشوم سره د والدینو لخوايوه داسي ډاګېزه دوستانه فضا جوړه شي چي ماشوم خپلي ټولي ستونزي چي کله ورسره مخامخ کېږي  برملاووايي او څه پټ نکړي ترڅو يې په حل کولو کي ورسره مرسته وشي .

ددې لپاره چي د ماشوم د ژوند پدې حساسه مرحله کي دهغه سالمه او مؤثره هر اړخېزه روزنه وشي په کار ده والدین ورسره په صراحت درول شوي دمیني او دوستي مراندي ټېنګ کړي، ورسره دتل لپاره دهغه پخوا کي پاته شي او معمولي غوندي لا پروايي کېدای شي دماشوم د منحرف کېدلو عوامل برابر کړي.

کله چي ماشوم له دې مرحلې څخه واوړي بيا يې دځواني مرحله داخلېږي دځواني په مرحله کي زياتره خلګ داسي انګېري چي ځوان يا پېغله دبشپړ والي مرحلې ته ورسېدل او نور داسي څه نشته چي دځوان کول دروزني اړتيا ورته پیدا شي .
کله خو والدین دځواني په مرحله کي په هغو لارو او چارو چي داولاد په ماشومتوب کي يې په کار اچولې استخداموي، خو دهغوی هڅي غالباً بې اغېزي جوته کېږي ځکه چي دروزني مرحله يې تېره شوي وي . لکه چي علي بن أبي طالب رضي الله تعالی عنه په یوه شعر کي فرمايي :
حرّضْ بنيك على الآدابِ في الصغر ِ                          كيما تقرَّ بهم عيناك في الكبرِ
وإنما مثلُ الآدابِ تجمعُها في                                عنفوانِ الصبا كالنقشِ في الحجر
په خپلو زامنو ټېنګار وکړه چي په ماشومتوب کي ښه خویونه خپل کړي تر څو دي دهغوی په لویښت کي سترګي ورباندي یخي شي په وړکتوب کي د ماشوم په ښوخویو عادت کول په ډبره کي لیکلو ته ورته وې چي هېڅ دوخت په تېرېدلو له مېنځه نه ځي .
په پردېس کي داولاد دروزلو لاري او چاري
داولاد په تربیه کي داسلامي روزني اصول دځای او وخت له پلوه يو له بل سره توپېرونه نلري، خو دفرهنګي او ټولنېز چاپېر یال دبدلون په وجه دروزني کړنلاري بدلېدلای شي، د پردېس په خاوره کي  په ځېنو مهمو ټکو چي دماشوم دټول ژوند په سمون کي مثبتي او منفي اغېزي لري ټېنګار کول ضروري وي چي مونږ ورته په لاندنیو کرښو کي په لنډ دول ګوت نیونه کوو :
په مسجد پوري دماشوم مښلول :   
په پردېس کي پلار ته په کار ده چي خپل ماشوم له مسجد سره جوخت کړي او له مسجد سره میني ته دهغوي په زړونو کي ځای ورکړي او پخپله هم دماشومانو لپاره يوه غوره بېلګه جوړه شي ، همدا راز پلار ماشوم ته وښيي چي مسجد په زمکه کي د الله تعالی دبلني کور، پاک او ارزښتمن ځای دی او چي څومره هغه ورسره مینه ولري او تماس ورسره وساتي په هماغه اندازه به يې ژوند نېکمرغه، ډاډمن او دایمان په ډېوه روڼ وي، پدې سربېره مسجد دمسلمان لپاره ديوه ښوونځي او پوهنتون مثال لري چي هلته ټول مسلمانان دیني پوهنه، لارښوونه اوهدایت لاسته راوړي.
په غیر اسلامي نړۍ کي د نورو اديانو داتباعو دیني وضع دنشه يي توکو غوندي په ماشومانو اغېزه کوي او چاپېریال يې هغوی ترخپل سيوري لاندي راولي، دهمدغه چا پېریال په سیوري ماشوم داسي انګېري چي د مسجدونو تقدیس او دهغه دادابو پېژندل څومره ضروري نه دی او داسي انګېزه هغه وخت په هغوی کي وده کوي کله والدین او يا مشران پدې هکله لا پروايي غوره کړي او هغه ته مسجد، له هغه سره تماس او دمسلمان په ژوند کي دهغه اغېزمنتوب له لومړۍ ورځي ور ونه ښيي .
ددیني فرایضو پرله پسې ګروېږنه:
دا دکور د مشر يا مور او پلار مسولیت دی چي هغوی له خپلو ماشومانو څخه دفرایضو او واجباتو د ترسره کولو په هکله تل پوښتنه وکړي لکه څرنګه چي يې په نورو ضرورياتو ځانونه خبروي، هغوی تل باید خپل اولادونه دفرایضو او واجباتو په ترسره کولو داسي تر ټېنګي څارني لاندي ونيسي لکه څرنګه چي، يو مدیر خپل کار کوونکي په خپلو دندو کي څاري.
که هغوی د فرایضو په ادا کولو کي اومړي وي او يايې نکوي ترټي يې او که يې په پاملرني سره ترسره کوي جایزې او سوغاتونه ورکوي؟
دلمونځونو ورڅخه پوښتنه کوي، که د روژې میاشت د روژو په هکله ورڅخه پوښتني کوي چي روژه نېسي او که نه، له خپلوانو سره دصله رحمي او خپلوي پالني پوښتني ورڅخه کوي، دا هرڅه دکور دمشر دندي دي کوم ته چي الله تعالی دکور واکمني سپارلي وي.
په پردېس کي بايد دکورونو مشران بې له دې چي په پوښتنو کي يې کومه تنګي او يا ستوماني وي دا په خپل ځان لازم وګرزوي چي دفرایضو په هکله تل له خپلو اولادونو او ماشومانو څخه زړوري پوښتني وکړي، هغوی پدې لړ کي هېڅ ډول لاپروايي ونکړي او نه لدې څخه چي اولادونه يې دفرایضو په ادا کولو کي کوتاهي کوي خپه او تنګ شي او په چلند کي ورسره دحکمت او هوښیاري لاري او چاري خپلي کړي .
خو که والدین او يا مشران لدې ډول څارني څخه لاس واخلي نو بیا به هرو مرو ماشومان دنېکي له لاري څخه اوړي او د شر او فساد په لومو کي چي مخکي لا ورته اېښودل شوي دي ښکېل کېږي .
دا ګواښ او وېره هله زیاتېږي کله چي دماشوم مور او پلار دهغه لپاره دبېدیني او انحراف ناوړي بېلګي وي، هغوی چي کله خپل مور او پلار ویني چي لمونځونه نکوي، روژې نه نیسي، زکاتونه نه ورکوي، تقوا او دالله تعالی وېره په زړونو کي نلري، دتلوېزيون په مخ لوڅ او بربنډ فیلمونه ګوري، پرده اوحجاب نه مراعات کوي، حياء او عفت نه خپلوي او دګناهونو په کولو ور زړه ور وي،  بيا به ضرور ماشوم د وخت په تېرېدلو سره ټول هغه خویونه خپلوي کوم چي يې په مشرانو کي وي لکه چي دعراق مشهور شاعر سبط بن التعاويذي وايي :  
إذا كان ربُّ البيتِ بالدفِّ مولعا                           فشيمةُ أهلِ البيتِ كلِّهِمُ الرقصُ
کله چي د يوه کور مشر له ډول سره بې کچي مینه لري نو دکور دافرادو به خویونه ضرور اتڼونه وي ، دا معنا چي دکور مشر ډم وي نو نور واړه او زاړه به يې ټول اتڼغاړي وي .
او دقیامت په ورځ به الله تعالی پلار ته دزوی په مخ کي عذاب ورکوي ځکه چي هغه ورته لارښوونه نه وه کړي او نه يې دفرابضو په هکله ورڅخه پوښتنه کوله، همدا راز به زوی او لورته د پلار په مخ کي عذاب ورکول کېږي ځکه چي هغوی خبره نه منله
يُبَصَّرُونَهُمْ يَوَدُّ الْمُجْرِمُ لَوْ يَفْتَدِي مِنْ عَذَابِ يَوْمِئِذٍ بِبَنِيهِ  (11) سورة المعارج
مجرمېنو ټه به په جهنم کي يو او بل ورلېدل کېږي (پلار به زوی ته او زوی به پلار ته ورلېدل کېږي چي کله عذاب ورکول کېږي) او ګناهکار انسان به دا ارزو کووي چي که دعذاب په بدل کي خپل زامن ورکړي .
ماشومان او دقرآنکریم ژبه:
ژبه دهغه څه ژباړنه کوي کوم چي انسان يې ويل غواړي او عربي ژبه ديوه توکم ژبه نه بلکه دټولو مسلمانانو ژبه ده ځکه خو په کار ده چي مسلمان که هرچېرته او دهرځای وي هغې ته دلمړۍ ژبي په سترګه وګوري او دلومړي والي حق ورکړي، داځکه چي هغه تل ورته اړتيالري کله دلمانزه په بڼه کي، کله بيا دحج په بڼه کي، دقرآنکريم دتلاوت  او داذکارو په شکل کي او دعبادت د نورو مراسمو په بڼه کي .
په بهرنۍ نړۍ کي د اوسېدونکيو مسلمانانو په وړاندي لويه ستونزه دا وي چي نه خو په عربي خبري کولای شي او نه ورباندي پوهېږي او که چېرته په يوه مسجد کي خطبه لوستله کېږي نو اورېدونکي يې په معنا نه پوهېږي او نه څه ورڅخه زده کولای شي بلکه يواځي دبرکت او ثواب لپاره يې غوږ ورته نېولی وي، لويه دخواشیني خبره خو لا داده چي زيات تره مسلمانان په عبادتونو کي داذکارو او هغو دعاګانو چي په عربي ژبه يې لولي په معنا خبر نه وي، داسي کسان مو هم ډېر لېدلي دي چي د شهادت هغه کلمه چي د ایمان او مسلماني بنسټ ګڼل کېږي خو لوستونکی يې په مفهوم او معنا خبر نه وي، ددې ټول ناورېن اساسي علت له عربي ژبي سره زمونږ نابلدي او له زده کړي څخه يې بې پروايي او غفلت دی، او داپړه دوالدينو په غاړه وراچوله کېږي چي هغوی دماشوم په روزنه کي دې ټکي ته هېڅ پام نکوي.
ځکه خو په والدينو فرض دی چي له وړکتوبه خپل ماشومان دعربي ژبي زدکړي ته وهڅوي په تېره بيا کله چي هغوی په پردېس کي وي ترڅو لږ تر لږه دعبادتونو او فرایضو په ادا کولو کي دهغه څه په معنا وپوهېږي کوم چي هغوی يې په لوستلو دشریعت له مخي مکلف وي، والدین کله هم باید داسي ونه انګېري چي عربي ژبه ديوه خاص توکم ژبه ده .

لیکنه: أبوخليل قدوسي



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.