fbpx
Hazrat Mohammad.s100

یو لمر څلور ستوري ــ نبوي سیرت

لومړۍ برخه: تر پيغمبري وړاندې ژوند
حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم د عربو په يوه لويه کورنۍ (بني هاشم) کې زېږېدلی دی.ځکه چې بني هاشم د قريشو يو لوی ښاخ وو، او قريش هم د عربو يوه لويه او غوره طايفه وه. حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم په يتمي کې لوی شو، ځکه چې عبدالله په هغه وخت کې وفات شو، چې دی د مور په ګېډه کې دوه مياشتنی و. او په شپږکلنۍ کې يې مور بې بې آمنه هم وفات شوه، او حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم په وړکتوب کې د يتيمي ترخه وڅکل.د بې بې آمنې له وفات وروسته يې پالنه  نيکه عبدالمطلب پرځان ومنله.

د حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم په اته کلنۍ کې يې نيکه وفات شو، او پالنه يې تره ابوطالب ومنله، قرآن کريم د حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم يتيمي ته داسې اشاره کوي:

ژباړه: آياته مو يتيم نه کړې پيدا،چې بيا مو سرپناه درکړه.(ضحی، ۶)
حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم لومړني څلورکلونه په بنى سعد کليواله کورنۍ کې تېر کړل، چې بدن يې روغ ژبه يې فصيحه، اس سپرلي يې زده کړه، او د کلي ساپې هوايې وړتيا لا روښانه کړه.  په وړکتوب کې يې وړتيا او هوښيارتياپه تندي کې له ورايه ښکارېده.
په وړکتوب کې به حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم د نيکه په هغه ځانګړي ځای کېنوست چې بل څوک به  نه پرې کېنوست. اوتل به د عبدالمطلب د زامنو سره پرې شور و،عبدالمطلب به ورته ويل: زوی ته مې غږ مه کوئ، بې شکه هغه به دډېرلوی مقام خاوند وي!
په ځواني کې به يې د مکې د خلکو شپني کوله او مزدوري به يې ګټله،چې په پنځه ويشت کلني کې يې د خديجې رضی الله عنها دمالونو سوداګري پيل کړه.
حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم هيڅکله له خپلو همځولو سره په لهولعب کې ګډون نه دی کړی او نه خدای ورته پرې ايښی دی، وايی: يوه ورځ د مکې په يوه کور کې د واده مراسم وو، حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم د مراسمو غږ واورېد، نيت يې و  چې ورشي مګر زورور خوب پرې راغی، تر دې چې د لمر وړانګو راويښ وکړ.
هيڅکله يې له خپلو قوميانو سره په بت پالنه کې ګډون نه دی کړی، نه يې هغه خوښه غوړلې، چې د بتانو پرنامه به حلالېدله،شراب يې نه دي څښلي، قماريې نه دی کړی، هيڅکله يې بده خبره نه ده کړې او کله هم له چا مرور شوی نه دی (خبرې يې نه دي ورسره پرې اېښې).
حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم د درک او توپير عمر ته په رسېدو د مکي په خلکو کې د اهل رای او  نظرخاوند پر القابو مشهور شو، چې د کعبې په جوړولو کې يې د حجرالاسود د ډبرې پريکړه د يادو القابو روښانه دليل دی.
کله چې کعبه شريفه په سېلابونو کې خرابه شوه، نو د مکې خلکو هوډ وکړ چې کعبه له سره جوړه کړي،همداسې يې وکړل، خو کله چې د حجرالاسود د ډبرې د اېښودو وخت راغی، نو پر اېښودو يې جنجال شو، هرې ډلې غوښتل چې دغه وياړ دځان کړي، تر دې چې خبره يې  تر وژونکو ګواښونو ورسېده، وروسته يې پرېکړه سره وکړه، چې که هرڅوک د بنى شېبه له دروازې لومړی راننوت هغه به زموږ منځګړی وي او خبره به يې منو.
بې پامه د بني شېبه له درواز حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم راننوت، ټولو وويل: محمد رښتينی دی، موږ يې پرېکړه منو.
کله چې حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم له پېښې خبر شو، نو څادر يې هوار کړ، تېږه يې پکې کېښوده او هرې ډلې څادر تر پيڅکو ونيو، تېږه يې تر دېواله يووړه او حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم په خپلو مبارکولاسونو په دېوال کې کېښوده، پر دې ترتيب يې د خونړۍ پېښې مخه ونيوه.
حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم د ځوانۍ په لومړيو کې د قريشو پر رښتيني مشهور و، او همدارنګه پر نېک اخلاق، نېک نام، نېک معامله، پروعده وفاکوونکی او د ښه رښتيني ژوند پر خاوند پېژندل کېده.ځکه خو خديجې رضی الله عنها ورسره علاقمنده شوه او د سوداګرۍ لپاره يې خپل مالونه ور وسپارل، وروسته له څه مودې يې حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم ته د واده وړانديز وکړ، که څه هم حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم تر خديجې رضی الله عنها پنځلسه کاله کشر و، بيا يې هم وړانديز ومانه، او واده يې وشو.
تر بعثت وړاندې د حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم د ښېګړې ډېر لوی دليل د حضرت خديجې رضی الله عنها هغه خبرې دي، چې کله حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم د وحې په پيل کې لړزېدلی او وېرېدلی کورته راغی او خديجې رضی الله عنها ورته وويل:
مه ډارېږه! په خدای قسم چې تا خدای نه خواروي او نه هم رسوا کوي،ځکه چې ته زړسوی لرې، له بې وسو سره مرسته کوې، روزې ګټې، مېلمه پال يې او له خلکوسره په نېکيو کې مرسته کوې!

له مکې د باندې د حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم سفرونه
حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم له مکې د باندې دوه واره سفر کړی دی، يو وار يې د شام بصرې ته په دوولس کلنۍ کې له ابوطالب سره د سوداګرۍ پر نيت سفر کړی دی،د ويم وار په پنځه ويشت کلنۍ کې د خديجې رضی الله عنها د مالونو د خرڅولو پر نيت يادښارته تللی دی، چې په دې دواړو سفرونو کې يې د سوداګرو خبرې اورېدې او د هماغو خلکو له عادتونو هم خبرشو.
حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم د حرا په غار کې
تر بعثت څوکاله وړاندې الله جل جلاله د حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم په زړه کې د ګوښه توب مينه ور واچوله، هر کال به په روژه کې د الله جل جلاله د عبادت او په نعمتونو کې د تفکر پر نيت د حرا غار ته ته. ترهغو يې دې کارته دوام ورکړ، چې تر څو يې پر پاک زړه وحي نازله شوه.
د حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم بعثت
کله چې حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم څلوېښت کاله پوره کړل، وحي پرې نازله شوه، ام المؤمنين حضرت عايشه رضی الله عنها د وحي د نزول څرنګوالی داسې بيانوي، هغه وايي: د وحي د نزول لومړۍ مرحله رښتيني خوبونه وو، حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم چې به هر خوب ليده، پايله به يې د سهار غوندې روښانه وه، وروسته له ګوښه توب سره خوشاله و، او پرلپسې څو شپې به په حرا کې خلوت و او هلته به د الله جل جلاله پر عبادت بوخت و.تردې چې جبرايل عليه السلام ورته راغی او ورته ويې ويل: ولوله!
حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم ورته وويل: زه څه شی نه شم ويلای!
جبرايل عليه السلام هغه په غېږ کې ټينګ کړ،رسول الله صلی الله عليه وسلم په تنګ شو، پرې يې ښود او ويې ويل: ولوله!
حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم بيا وويل: زه څه شی نه شم ويلای!
جبرايل عليه السلام درې واره هغه په غېږ کې ونيو او ټينګ يې کړ، درېيم وار يې ورته وويل:

ژباړه: ولوله! (اې محمده!)د خپل پرودرګار پرنوم، چې هغه ټول مخلوق پيداکړ.د کلکې شوې وينې له يوې ټوټې يې څخه يې انسان هست کړ.ولوله! ستا پرودرګار ډېر کريم دى،چې هغه د قلم پر وسيله انسان ته علم وښود.انسان ته يې هغه علم ورکړ، چې هغه پرې نه پوهېده.(علق، ۱ـ۵)
حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم لړزېدلی او ډارشوی د خديجې رضی الله عنها کره راغی اويې وېل:
ماپټ کړه!
هغې په يوه ټوټه کې پټ کړ، وروسته يې چې ډار لرې شو، کيسه يې وکړه او يې ويل: ډارېږم.
خديجې رضی الله عنها وويل: مه ډارېږه!په خدای قسم چې تا خدای نه خواروي او نه هم رسوا کوي،ځکه چې ته زړسوی لرې، له بې وسو سره مرسته کوې، روزې ګټې، مېلمه پال يې او له خلکوسره په نېکيو کې مرسته کوې!
خديجې رضی الله عنها حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم خپل د تره زوی ورقه بن نوفل ته وروست، چې دنصاری وو، لوی عالم و، خديجې رضی الله عنها ورته وويل:
د تره زويه! وراره ته دې غوږ ونيسه چې څه درته وايي؟
هغه حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم ته وويل: ووايه څه دې ليدلي دي؟
حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم کيسه ورته وکړه ، ورقه وويل: هغه لوی ناموس و، هغه جبرايل عليه السلام و، هغه چې موسی عليه السلام ته راغلی و، ته د خدای رسول يې، ارمان! چې زه په هغه وخت کې ژوندی يم، چې تا خپل قومه له خپلې سيمې شړي!
حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم وويل:
هغوی به ما شړي؟
ورقه وويل: هو، هيڅ داسې پيغمبر نه دی راغلی، چې له هغه سره دښمني نه وي شوې، که زه په هغه وخت کې ژوندی وم، کلکه ملګرتيا به دې وکړم.
مګر څه وخت وروسته ورقه بن نوفل وفات شو.

پاتې شته.

لیکوال: مصطفی السباعی

ژباړن: دادمحمد ناوک

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احسان
میلمه
احسان

یوه غوښتنه له نن والو څخه لرم چې لیکنه مخکې له دې چې خپره کړي یو نظر پرې تیر شي، دلته داسې ځیني غلطیانې شته چې بلکل واضحه دي او بعضې ځای کې يې معنا هم غلطه راځي، او د مطبوعي غلطیانو باید هم مخه ونیول شي.. په درنښت