شعـــــرونه

دریځ / ملا عبد الحی مطمئن

ملا عبد الحی مطمئن
د 2018 کال لومړی شعر

ما د ژوند لوبه لا بایللې نه ده’ لا ژوندی یم
خو ځمکه ټوله راته اور شوه’په هوا ژوندی یم

مرګ په خوله نه غواړمه’ رابه شي پخپله نیټه
خو د غماز او رقیب منځ کې بس تنها ژوندی یم

یوه سپین روبي سړي پښو ته راته کنده ویسته
ما ورته چیغې کړې لاس ونیسه کاکا ژوندی یم

چې د چم یار مي د لستوڼي مار شو لاهم ګرځم
له دې نه ښکاري چی مړ نه یم’ خامخا ژوندی یم

دامونه ږدي رقیب’ خو نه لري باور په تقدیر
کیدای شي دی پکې سر بایلي او زه بیا ژوندی یم

زما د کردار او شخصیت قاتله ښه یې واوره
په ترږمۍ کې که دي مړ کړم’ نو سبا ژوندی یم

چې تر اخره په دا خپله خبر ټینګ پاتې شم
زه ”مطمئن ” لا په همدې یوه تمنا ژوندی یم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x