نظــر

په کرملن کې د داوود غرور/ خوشال درانی

که اړينه وي، افغانستان به غریب پاتې شي، خو د تصميمګيرۍ صلاحیت به يې له ځان سره وي.. (داوود خان)

ليکوال: حسن شرق

ژباړن: خوشال درانی

داوود خان ماته (صمد غوث) او وحید عبدالله ته وویل: چې اوس د دې وخت رارسېدلی، چې دی په خپله د شوروي اتحاد له مشر یعنې لیوند بريژنف سره یوه ځانګړې ناسته کې ترې وپوښتي، چې هغه تخریبي کړنې چې د شوروي اتحاد له خوا په افغانستان کې تر سره کېږي، هغه ستا په سلا کېږي (لیوندبريژنف) او که ستا په ناخبرۍ؟

داوود وویل، چې بريژنف ته به ووايي، چې هغه کارونه چې روسان یې په افغانستان کې کوي، له هغه شویو تړونونو سره هېڅ اړخ نه لګوي، کوم چې تاسو یې د مرستې او همکارۍ ژمنې راکړې وې.

بريژنف ته به په ډاګه ووايي، چې د روس د داسې کارونو څخه موخه څه ده؟

کله چې روسانو داوود خان ته د مسکو د تګ بلنه ورکړه، تر څو د ولسمشرۍ په دویم پړاو کې د مسکو څخه لیدنه وکړي.

داوود خان دغه بلنه په ډېره خوښۍ سره ومنله، ترڅو روسانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي، دغه سفر ۱۳ـ۱۵ اپریل پورې وو.

په کومه الوتکه کې چې موږ مسکو ته وړل کېدو، ولسمشر داوود خان وحید عبدالله ته لارښوونه وکړه، چې د مسکو دې لیدنې څخه علاوه دې د بريژنف سره د ځانګړې ناستې موکه هم برابره شي.

کله چې داوود خان او ورسره پلاوی مسکو ته ورسېدل، وحید عبدالله په ډېره بيړه د شوروي د رسمي چارواکو څخه وغوښتل، چې زموږ ولسمشر غواړي، چې ستاسې له ولسمشر سره په ځانګړې ناسته کې وګوري.

د خبرو لومړی پړاو د مازیګر نه وروسته د اپریل پر ۱۳مه د بريژنف، نیکولای پود ګورني،الکسي کاسيګین او د شوروي اتحاد چارواکو او د افغان له لوري په کرملین کې ترسره شوه.

ګوریلو چې د افغانستان په سفارت کې یې دنده ترسره کړې وه او په دري ژبه یې روانې خبرې کولې د دوی ترمنځ یې د ژباړن رول لوباوه.

کله چې خبرو اترو مېز ته کېناستو او خبرې شروع شوې، لومړی چې ماته یې ټکان راکړ، هغه د بريژنف ناسم روغتیايي حالت و.

بريژنف د هغه څخه ډېر ناروغ و، کومې خبرې چې موږ په کابل کې د مختلفو سرچینو څخه اوریدلې وې.

د بريژنف رنګ الوتی او مخ يې ټاپې ټاپې و. په سختۍ سره یې خبرې کولې او د خبرو په منځ کې یې خبرې پرې کېدلې. هغه چې کومې خبرې په لومړي سر کې پیل کړې، هغه له ما څخه اوس هېرې دي.

بې له شکه بريژنف د قوي درملو څخه په ګټه اخېستنه په دې توانیدلی وو، چې پر خپله دنده پاتې شي.

د بريژنف یو نږدې همکار، چې زما په څنګ کې ناست و، ماته په غوږ کې وویل، څه فکر کوې چې بريژنف به راتلونکي ناستې ته ژوندی وي؟

د دې خبرې خلاف، بريژنف تر بلې غونډې ژوندی پاتې شو، بلکې کلونه ژوندی پاتې شو او افغانستان یې یو کال وروسته هم په وینو ولمباوه هم ژوندی و.

وروسته د څو خبرو څخه چې بريژنف د افغانانو د خیر خبرې وکړې، داوود خان هم خپلې خبرې پیل کړې او د خبرو نوبت یې ونیو. داوود خان د شوروي اتحاد د مرستو چې افغانستان سره یې کړې وې او د اووه کلن پلان په پلي کولو کې له شوروي څخه مننه وکړه. هغه د شوروي اتحاد رهبرۍ غونډې ته وویل، چې د افغانستان او شوروي اتحاد د مرستو په دوه اړخیزو خبرو کې د دواړو هېوادونو د وزیرانو شورا ګانو سره دې په ګډه خبرې وشي.

داوود خان وویل: زه شخصاً غواړم چې د دې اړتیا پېښه شوې ده، چې کوم غاز د افغانستان نه شوروي اتحاد ته په ټیټه بیه روان دی په دې اړه دې هم بحث وشي او بیه دې لوړه شي او د افغانستان په اړیکو کې دې هم پراختیا راشي، چې موږ د پاکستان سره خپلې اړیکې پراخه کړو او د بل ګاونډي ایران او عربي هېوادونو سره په خپلو اړیکو کې د پراختیا د راوستو په اړه لنډ وغږېده.

د افغانستان ولسمشر وویل، چې افغانستان د یوې نوې ټولنې په جوړولو کار کوي او دغه ټولنه به پرمختګ کوي، چې د دې ارمان ته د رسېدو له پاره افغانستان د خپلو دوستو هېوادونو سره د اړیکو په پراختیا او د هغوی څخه د بې بديل مرستود جلبولو په هڅه کې دی.

دواد خان هيله وښوده، چې افغانستان او شوروي اتحاد چې ښه ګاونډیتوب، مقابل احترام او یو د بل په کورنیو چاروکې د نه مداخلې ته ژمن دي او په دغه برخه کې دې لا پرمختګ وشي.

داوود خان په خپل موقف ټینګار وکړ، چې افغانستان به بې طرفه وي او هغه له هغه بې طرفه هېوادونو څخه هم وغوښتل چې خپله بې طرفي دې نه پرېږدي، ځکه دغه بې طرفي به په نړۍ کې سوله راولي.

داوود خان وویل، چې د کولمبو غونډه ماته د قناعت وړ وه، خو هغوی هم د خپلې دندې څخه سرغړونه وکړه او په خپلو منځو کې په جنجالونو اخته شول.

بې له شکه روسان پوه شول، چې د داوود خان اشاره د کیوبا هېواد ته ده، چې د بې طرفه هېوادونو څخه دی او روسان له کیوبا نه ملاتړ کوي.

پادګورني وویل، چې د شوروي اتحاد د افغانستان او پاکستان د اړیکو او د جنوبي اسیا د هېوادو د اړیکو په ښه والي کې مرسته کوي او هرکلی یې کوي.

ګاسګین وویل، چې شوروي اتحاد د افغانستان سره د ګازو د تړون په نوي کولو او د بيې د لوړولو باندې پوه دی او هیله من یو، چې په راتلونکي کې به د افغانستان او شوروي اتحاد د اقتصادي کمېسیون له خوا په دې اړه غونډه وشي.

بريژنف یو دم لکه څوک چې له بې هوښۍ را پاڅي د دواود خانه څخه وپوښتل:

د ایران شاه د غټو وسلو اخېستل پیل کړي، ستا په نظر دا به څومره وي او په دې باره کې څه وايئ؟

بريژنف وویل ایران باید له شوروي ونه ډار شي، ځکه شوروي ایران ته د سولې او دوستۍ ډاډ ورکړی دی.

که چېرې ایران د امریکا متحده ایالاتو د متحد په حیث په خلیج کې د هغوی د ګټو څخه ساتنه کوي دا غیر عاقلانه سیاست دی.

بريژنف بیا پوښتنه وکړه، چې ایا د ایران واړه ګاونډي هېوادونه، د ایران لوی سلاکوټ څخه چې درنې وسلې په کې ساتل کېږي په وېره کې نه دي؟

دوادخان وویل: زما په اند ایران په سیمه د یرغل کولو نیت نه لري او افغانستان د ایران د وسلو څخه په وېره کې نه دی او ایران په سیمه کې هغه هېواد نه دی، چې ډېر لګښت دې د وسلو په رانیولو وکړي. زه له دې خبرې سره جوړ نه یم.

ځکه ایران که ډېره وسله واخلي، هغه به د ټولنیز اواقتصادي پرمختګ څخه شا ته کړي اما کله چې په ۱۹۷۵زکال ایران ته لاړم، ما هلته د ایراني چارواکو سره په دې اړه خبرې نه دي کړي.

د نن ورځ خبرې ختمې شوې او غونډه سبا ته پاتې شوه.

په دې شپه مېلمستیا په کرملین کې جوړه شوې وه چې بريژنف هم په کې ونډه اخېستې وه، خو ډېرې خبرې یې نه کولې.

پادګورني د اسیا د امنیت په اړه په ټولیزه توګه خبرې وکړې او په اخر کې یې په ښه ډول تائید کړې.

هغه وویل، چې افغانستان د اسیا زړه دی او په دې برخه کې ورته وڼده ورکول ډېر مهم دي. شوروي اتحاد او افغانستان په ډېرو برخو او په بېړنو مسئلو، د سمیې او نړۍ په اړه ګډ لید لوری لري.

د بلنې په دې ماښام داوود خان په ټوله کې د اسیا د امنیت په اړه خبرې ونه کړې او نه یې ورته کومه اشاره وکړه او د افغانستان په طرفۍ چې د داوودخان له انده په سیمه کې د ګډ سوله ییز ژوند، یو بل ته په متقابل احترام او یو د بل په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې، په سیاسي ډلګیو او نظامي اړخونو باندې یې تکیه وکړه وغږیده.

د افغانستان ولسمشر ټینګار وکړ، چې د افغانستان او شوروي اتحاد دوستي به په ښه ګاونډیتوب، یو بل ته په صداقت قایل کېدل او د بې غرضه همکارۍ پر بنسټ ولاړه وي.

داوود خان وویل: د افغانستان ملت به د پخوانیو پر خلاف نوې او پرمختللې ټولنه جوړه کړي، چې د ګډوډیو څخه به په امان کې وي.

بله ورځ د کوربه هېواد نوبت وو، چې خپلې بیانيې او نظریات ووايي.

بريژنف د شوروي اتحاد دولسمشر په توګه د خبرو واک واخيست، که څه هم هغه د تېرې ورځې څخه ډېر ستومانه او شرمیدلی مالومیده، بیا یې هم خبرې کولې او ډېر خولې کېده.

بريژنف د افغانستان ولسمشر ته څو د احترام خبرې وکړې او خوښي یې ښکاره کړه چې د (هلسنکي) تړون چې اروپا سره د همکارۍ به باره کې دی لاسلیک شو.

دغه نېک پل به د زور زیاتي په ختمولو او په مشوره ورکولو کې ګټور ثابت شي. بريژنف وویل، چې متحده ایالات، اروپا او چین کې هغه نظامي ډلې چې زور زیاتی کوي، د سولې د نه راوستو لامل دي. هغه وویل، چې شوروي د چین سره د ښو اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی، خو دا د چین نیمګړتیا ده چې ښو اړیکو ته زړه نه ښه کوي.

بريژنف افغانستان ته د یو ښه دوست خطاب وکړ او په اقتصادي او تخنیکي مرستو د زیاتوالي ژمنه یې هم ورکړه.

هغه د افغانستان په طرفۍ او شوروي سره یې د تړون په نشتوالي خوښي وښوده او دا کار یې په اسیا کې د سولې راوستولو له پاره مهم وباله او هیله یې وښوده چې دغه تړون د بهرنیو د دسیسو او د امپریالېزم قرباني نه شي.

په دغه وخت کې بريژنف داوود خان ته اشاره وکړه او څه يې وويل، چې ګوریلو په ښکاره د سخت فشار لاندې راغی او هغه دغه خبرې په لنډه توګه وژباړلې، هغه څه چې ما واوریده زموږ د توقع خلاف وو.

بريژنف شکایت وکړ چې هغه کارپوهان چې د ناټو هېوادونو غړي دي او په افغانستان کې کار کوي او همدارنګه د ملګرو ملتونو په پروژو کې هم کار کوي، چې اوس یې شمېره زیاته شوې ده، په هېڅ صورت موږ ته د تامل وړ نه دي.

تېرو حکومتونو د ناټو غړو هېوادنو کارپوهانو اوکارکونکو ته کمه اجازه ورکوله، چې د افغانستان په شمال کې به مېشت وو. خو دغه چلند اوس ورسره بیخي بدل شوی دی.

شوروي اتحاد دغه پرمختګونو ته د شک په سترګه ګوري او خطرناک یې ګني او د افغانستان د دولت نه غواړي چې دغه کارپوهان چې اصلاً د جاسوسۍ له پاره ګمارل شوي او د امپریالېزم د موخو له پاره ټاکل شوي له هېواده بهر کړي.

دې خبرو نه وروسته کراري شوه ، ځینو روسانو دې خبرو نه وروسته خجالت شول او افغانان په دې خبرو اوریدو سخت نا خوښ ښکاریدل.

دادود خان ته مې چې وکتل وجود یې تک تور شوی و. بريژنف د افغانستان د ولسمشر د ځواب په هیله و.

داوود خان په لوړ غږ چې د غوسې نه یې ستونی وچ وچ کېده. بريژنف ته داسې ځواب ورکړ، چې روسانو یې فکر هم نه و کړی، لکه موږ ته چې د بريژنف خبرې د توقع خلاف وې.

داوود خان وویل، هغه خبرې چې اوس د شوروي اتحاد ولسمشر وکړې، هغه موږ (افغانانو) ته په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي او دا د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاس وهنه ګڼم.

داوود خان وویل: چې موږ غواړو د شوروي اتحاد غړو سره ښې او پراخه اړیکې ولرو، خو دغه علاقه باید د دوه اړخیز احترام په شکل کې پاتې شي.

د داوود خان هغه خبرې مې اوس هم ذهن کې دي، چې بريژنف ته یې وویل: زه هېڅکله له تا څخه اجازه نه غواړم چې ما باندې حکومت کړئ!

دا چې زه څنګه او چېرته بهرني کار کوونکي ګمارم دا په بشپړ ډول د افغانستان د دولت کار دی. که اړينه وي، افغانستان به غریب پاتې شي، خو د پرېکړې کولو صلاحیت به يې له ځان سره وي.

داوود خان له دغو خبرو څخه وروسته له خپله ځایه پورته شو، ورسره ټول افغانان هم له ځایه پورته شول. داوود خان يوازې د سر په ښورولو سره له روسانو سره خدای په اماني وکړه او له تالار څخه د بهر په لور روان شو.

دغه وخت بريژنف لکه څوک چې له درانه خوبه را پاڅي، سخت ټکان یې خوړلی وي او له هغه حالته سم حالت ته راشي، په سختۍ سره له خپل ځایه پورته شو، چې پادګورني، کاسګین او ژباړن یې ورسره سم د داود خان په لورې روان شول.

داسې مالومیده، چې بريژنف خپلو خبرو کې یې چې کومه غلطي کړې هغه له سره رغوي.

وحید عبدالله داوود خان ته وویل، چې د ډیپلوماتیک نزاکت له مخې ښه دا ده، چې روسانو نه سم رخصت واخلو، ځکه که داسې ونه کړو، نو مسکو ته زموږ سفر به بې پایلې وي، هغه هم پېښمانه شو.

داوود خان ودریده او بېرته راوګرځېده. له څېرې یې غوسه الوتې وه او د روسانو مخ ته راغی. بريژنف چې ده ته یې لاس نیولی وو، لاس یې ورکړ.

بريژنف په مسکا سره وویل: ماته ویل شوي وو، چې تاسې ښاغلي زما سره یوه ځانګړې ناسته غواړئ. زه هر وخت تاسې خدمت کې یم، کله چې تاسې وخت پیدا کړ، زه حاضر یم چې تاسې سره ووینم.

داوود خان په لوړ، خو په صاف ډول، چې غږ یې ټولو اوریده وویل: چې زه هم غواړم تاسې ښاغلي ته خبر درکړم، چې نور داسې خبرو ته اړتیا نه شته.

له دې خبرې وروسته یې ګاسکین او پادګورني ته یې په چټکۍ لاس ورکړ او په ډېرې بيړې له خونې ووت.

داوود خان دغه اخري لیدنه وه چې له بريژنف سره یې وکړه.

خبرې اترې پرې شوې او دواړو لورو له خوا د غونډې مهمې خبرې پاتې شوې او بیا هېڅکله له یې له بل سره خبرې ونه کړې او د روسانو نظریات هم پاتې شول.

(صمد غوث) دغه صحنه ماته د فردوسي شهنامې هغه حماسي بیت راپه زړه کړ، چې د جګړې یو اتل ته یې ویلی و.

مرا مرګ بهتر از آن زندګی

که سالار باشم،کنم بندګی

دادوخان خبرې د دشوروي اتحاد ولسمشرته د افغانستان د پاتې خلکو له پاره یو ویاړ وې، ځکه هغه د خپلواکۍ، خپل حاکمیت او ملي غرور د روسانو د مرستو او همکارۍ څخه قرباني نه کړ نه یې ورته تن کېښو او نه یې ورته سر ټیټ کړ، چې هسکه غړۍ خپل هېواد ته راوګرځيده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

سلام علیکم. اُف، زړه می چوی او بدن می اور اخلی کله چه د خپل وطن د سلو وروستیو کلونو سیاسی رهبرانو احمقانه کارنامې ولولم. یو د سړی ځوی نه ؤ( بېله امان اللّه خان، البته زما په نظر). یو ئې نه سم کافر ؤ نه سم مسلمان ؤ نه سم سیکولر ؤ نه سم کمونسټ او نه هم سم لبرالیسټ، فقط د قدرتونو په منګلو کی راګیر وه او د هغوی برنامې (عشق نامې) ئې مخته بېولې، په هره بیه چه وه. زه ددې خاوری بچی یم خو: داؤد خان ته هیڅ ډول اخلاص نلرم او نه می درلود… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

غ حضرت صاحب ستاسی دا تبصره د امان الله خان له ستاینی غیره سل په سلو کی تاییدوم ، د امان الله د شخصیت او د هغه د مصنوعی خپلواکی په اړه حقایق ولټه یا سرچپه کړی وو . امان الله د روسانو د سفارت د بیا تاسیسولو او انګریزانو د سفارت لیری کولو ته د روسانو په دستور د خپلواکی نوم ورکړو او بیه یی د امان الله پلار شهاد او د پشتونخوا اجاره په قباله بدلول وو ، څنګ کی یی د اتا ترک په شان زمونږ اسلامی فرهنګ به اروپایی وحشی تمدن اړولو هڅی پیل کړی، ځینی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x