Mosadiq-Khalily

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال له چاودنې روغ ووت

نن ټکی آسیا: د کابل په شمال کې د ستالف په سېمه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مصدق خلیلي پر موټر باندې د سړک غاړي ماین چاودنه وشوه.

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، چې په چاودنه کې خپله خلیلي روغ دی؛خو د هغه دوه ساتونکي ټپیان شوي.

د کابل پولیس وايي، چې د چاودنې په تړاو یې پلټنې پيل کړې.

تر اوسه د چاودنې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې وړ ده ، چې طالبانو نن د ټول هېواد په کچه د خیبر په نامه نظامي عملیات پيل کړل. په دې عملیاتو کې تر اوسه پورې مهمې پېښي را منځته شوې، لکه په جلال اباد ښار کې د عدلیې پر ریاست ډله ییز برید، د هلمند په سنګین کې د عسکرو پر پوستې د نفوذي عسکرو برید، د کابل پر هوايي ډګر توغندیز بریدونه او نورې لویې او وړې پېښي د ساري په توګه یادولای شو.
 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د