fbpx

پاکستان د پرديو استخباراتو لپاره د کار په تور مشال راډيو بنده کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): پاکستان د امریکايي کانګريس په مالي ملاتړ چلېدونکې مشال راډيو له دې امله بنده کړې، چې د پاکستاني چارواکو په وينا د پرديو استخباراتو لپاره يې د پاکستان د ملي ګټو پر خلاف خپرونې کولې.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت وايي، چې استخباراتي ادارې «ای ایس ای» دوی ته داسې معلومات ورکړي، چې مشال راډيو د قبايلی سيمو په اړه ناسم او د پرديو استخباراتو د ګټو لپاره خپرونې کوي او نړيوالو ته دا ور فهموي، چې قبایل د پاکستان خلاف او د وسله‌والو ډلو ملګري دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت چارواکي تېره شپه په اسلام اباد کې د مشال راډيو دفتر ته ورغلي وو او هغوی ته يې امر کړی، چې خپل دفتر وتړي.

د څارونکو په وينا مشال راډيو تر ډېره د افغانستان او قبايلي سيمو په اړه داسې خپرونې کوي، چې د ولسي خلکو له کلتور، عقایدو او دودونو سره خلاف وي او په لوی لاس داسې ښکاره کوي، قبایل باغيان دي او له سوله‌ ييز ژوند سره کرکه لري.

ازادي راډيو، مشال، امریکا غږ او ډيوه راډيو د خپرونو په اړه د سيمې عام ولس هم شکايت کوي، چې ډېری خپرونې يې د ولسي کلتور، ديني ارزښتونو او دودونو خلاف دي.

تر دې وړاندې يو شمېر قبايلي مشرانو او د سياسي ګوندونو غړو هم د مشال راډيو په خپرونو نيوکې کړي او له حکومته يې غوښتي وو، چې دغه راډيو بايد وتړل شي.

خو د ازادي راډيو مشر ټام کينټ ويلي، چې دوی د پاکستان په دې پرېکړه اندېښمن دي او هيله يې څرګنده کړې، چې له پاکستاني چارواکو سره به په دې اړه خبرې وکړي.

ټام کينټ ويلي، چې مشال راډيو د امریکا د کانګريس په مالي ملاتړ خپرونې کوي، خو له هېڅ ادارې او حکومت سره تړاو نه لري.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالرافع مېلمه
میلمه
عبدالرافع مېلمه

د نر بچیان دی د پاکستان دولت که هر څه ده خو زموږ تر غلامانو ډیر ښه دی.

محمدحذیفه
میلمه
محمدحذیفه

د شیطان او دجال د آزادی راډیو او بی بی سی راډیو وامثالهم و امریکایې او غربی استخباراتو ته په وفاداری کښې دونی وړاندی تللی چی د غلامی ټولی پولی یې ماتی کړی. د امریکایې ګټو دتحقق لپاره د جنون تر حده وړاندی تللی چی یا باید دا منطقه او خلک یې لکه ددوی په شان د امریکایانو غلامان شی او یا هم باید دا منطقه او خلک یې په مکمله توګه تباه او له مینځه یووړل شی. د امریکایې ګټو د تحقق لپاره د خپل معبود دجال او شیطان په مرسته او ددې منطقی د خلکو له جهل او… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

سلام علیکم. چه څوک راته ونه خښمېږی چه زه ولی په هره موضوع کی نظر وړاندی کوم. یوه وړوکې پوښتنه او یوه لنډه یادونه: زما لږ او ډېره پښتو ژبه زده ده خو د ( مشال) په معنی نه پوهېږم او پدې هم نه یم خبر چه دا راډیو یوازی د پاکستان په پښتنی سیمو کی خپرېږی او که په ټول پاکستان کی ؟ که یو ورور پدې هکله یوه وړوکې توضیح راکړی خوښ به شم او په ضمن کی غواړم پوه شم چه نوموړې راډیو کوم وخت پیل شویده. امّا یوه لنډه څرګندونه: څلوېښت کاله، استعمار زموږ او د… نور لوستل »