نن ټکی اسیا

پاکستان د پرديو استخباراتو لپاره د کار په تور مشال راډيو بنده کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): پاکستان د امریکايي کانګريس په مالي ملاتړ چلېدونکې مشال راډيو له دې امله بنده کړې، چې د پاکستاني چارواکو په وينا د پرديو استخباراتو لپاره يې د پاکستان د ملي ګټو پر خلاف خپرونې کولې.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت وايي، چې استخباراتي ادارې «ای ایس ای» دوی ته داسې معلومات ورکړي، چې مشال راډيو د قبايلی سيمو په اړه ناسم او د پرديو استخباراتو د ګټو لپاره خپرونې کوي او نړيوالو ته دا ور فهموي، چې قبایل د پاکستان خلاف او د وسله‌والو ډلو ملګري دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت چارواکي تېره شپه په اسلام اباد کې د مشال راډيو دفتر ته ورغلي وو او هغوی ته يې امر کړی، چې خپل دفتر وتړي.

د څارونکو په وينا مشال راډيو تر ډېره د افغانستان او قبايلي سيمو په اړه داسې خپرونې کوي، چې د ولسي خلکو له کلتور، عقایدو او دودونو سره خلاف وي او په لوی لاس داسې ښکاره کوي، قبایل باغيان دي او له سوله‌ ييز ژوند سره کرکه لري.

ازادي راډيو، مشال، امریکا غږ او ډيوه راډيو د خپرونو په اړه د سيمې عام ولس هم شکايت کوي، چې ډېری خپرونې يې د ولسي کلتور، ديني ارزښتونو او دودونو خلاف دي.

تر دې وړاندې يو شمېر قبايلي مشرانو او د سياسي ګوندونو غړو هم د مشال راډيو په خپرونو نيوکې کړي او له حکومته يې غوښتي وو، چې دغه راډيو بايد وتړل شي.

خو د ازادي راډيو مشر ټام کينټ ويلي، چې دوی د پاکستان په دې پرېکړه اندېښمن دي او هيله يې څرګنده کړې، چې له پاکستاني چارواکو سره به په دې اړه خبرې وکړي.

ټام کينټ ويلي، چې مشال راډيو د امریکا د کانګريس په مالي ملاتړ خپرونې کوي، خو له هېڅ ادارې او حکومت سره تړاو نه لري.