۱۹ کلنو جام: افغان لوبډلې د څلور منډو په توپیر ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د آیرلینډ او افغانستان ۱۹ کلنو جام کې افغان لوبډلې یوازې د څلور منډو په توپیر آیرلینډ لوبډلې ته ماتې وخوړه.

لوبه کې لومړی توپ وهنه آیرلینډ وکړه چې د ۵۰ اورونو په لوبولو سره یې ۲۲۵ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لخوا قیس احمد او وفادار ۳-۳ لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د افغان لوبډلې پېل ګټونکی نه و، او وخت تر وخته یې ویکټ له لاسه ورکړې چې په پای اور کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدلو ۸ منډو ته اړتیا وه، قیس احمد توپ وهنې ته ولاړ و چې ویکټ یې لاسه ورکړه او افغانستان د ۴ منډو په توپیر ماتې وخوړه.

د لوبې د بایللو لامل د توپ وهونکو لخوا د ښه شراکت نه جوړیدل وو چې وخت تر وخته یې ویکټ له لاسه ورکړه او ونه توانیدل ټاکلی اسان هدف پوره کړي.

د افغانستان لخوا طارق ستانکزي دوه طرفه لوبه ترسره کړه چې لومړی یې ۳ ویکټې ترلاسه کړې او بیا یې توپ وهنه کې ۳۳ منډې هم جوړې کړې، همدا ډول بهیر شاه ۳۴ او نوین الحق ۲۵ منډې جوړې کړې.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډله له وړاندې کوارټر فاینل ته وتلې ده چې یا به نیوزېلنډ او یا هم سویلي افریقا لوبډلې سره به کوارټر فاینل کې مخ کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د