
فراه د سقوط په درشل کې
نن ټکی اسیا – سرمقاله: په داسې حال کې چې د دفاع وزارت د هیواد په یو زیات شمیر ولایتونو کې پوځي عملیات اعلان کړي، د فراه ولایت چارواکي د طالبانو په لاس د یاد ولایت د سقوط خبر ورکوي.
د فراه ولایت مرستیال والي محمد یونس (رسولي) له رسنیو سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې طالبان د فراه ښار څنډو ته نیږدي شوې او دولتې ځواکونه د ښار په داخل کې یو کمزری دفاعي حالت ځانته غوره کړی.
د ښاغلي رسولي په وینا د فراه په مرکز باندې د طالبانو د بریدونو په زیاتیدو سره په تیره یوه اونۍ کې ۵۰ تنه دولتي سرتیري وژل شوي او یوزیات شمیر نور ټپیان دي. د فراه ولایت نور دولتي چارواکي او د ولایتي شوری غړي هم د فراه ولایت مرکز ته د طالبانو د ور داخلیدو خبره کوي او وايي چې په پلازمینه کابل کې دفاعي چارواکي په دې اړه د دوي خبره نه اوري.
د فراه د مرستیال والي او نورو دولتي چارواکو لخوا په داسې حال کې د فراه ښار د سقوط خبرې کیږي چې تقریبا له تیرو ۵ میاشتو راهیسي په افغانستان کې د ټرمپ ستراتیژي د تطبیق په پلمه د امریکايي ځواکونو هوايي او ځمکني عملیات په شدت سره دوام لري.
پر هغه علاوه د هیواد په دوولسو ولایتونو کې د ګډ حکومت د دفاع وزارت عملیات هم روان دي چې د امریکايي ځواکونو هوايي او ځمکنی حمایت ورسره مل دی.
مګر د دې باوجود چې خپله دولتي چارواکي د طالبانو په لاس د فراه غوندي مهم ولایت د سقوط خبره کوي دا د دې ښکارندويه ده چې د امریکايي ځواکونو زیاتوالی ، د هغوي هوايي او ځمکني عملیات او هر ډول فشار د طالبانو د کمزوري او له منځه وړلو لامل نشي کیدای.
ځکه طالبان اوس د اجنبي اشغال په مقابل کې د مقاومت له بیلابیلو تکتیکونو سره بلد شوي او په هرډول شرائطو کې کولای شي په خپلو نویو جنګي بریدونو سره خارجي او داخلي ځواکونه په نښه کړي.
دا چې د ژمي په تر ټولو ساړه موسم کې دولتي چارواکي د طالبانو په لاس د فراه ولایت سقوط اعلانوي ، ښايي د هوا په ګرمیدو سره نورهم د امریکايي او داخلي ځواکونو په خلاف د طالبانوعملیاتي څپه ګړندۍ او کابل هم د هغوي د محاصرې تر سیوري لاندې راشي.