شعـــــرونه

نسکورې پيمانې

اې! په ټول جهان کې بې جوړې د لیلا خورې!
څه شی لټوې ته؟چې په زړه کې مې بیا ښورې

وډارشوم په خوب کې ،یو په یو مې ترا را وخوړه
سر بیرـ مبر،مخ دې سپېره ؤ، شونډې سپورې

روح او دبدن ټولو حجرو مې لاره ورکه کړه
هغه وخت چې پوه شول ،چې ته رډ رډ ورته ګورې

ګاټي که کمر وي،دخپل تاج په سر به ځای ورکړم
تیږې دې راوله په مچنوغزه کې څو نورې

اخ! زه یې ټپي کړم ، د قاضي ځواب به هم وایې
کله ملامت دي شهیدان دتورې ـ بورې

وخیژه اسمان ته !بېلتانه ته سترګې بره ګې کړه!
اې!دپه ما ګرانو ماشومانو سکنۍ مورې!

ما خو دتقدیر نه په ازل کې داسې غوښتي وو
مخ دې غنمرنګ ،سترګې شهلا شوې زلفې تورې

وړانګو دسپین ټیک دې سر تر پښو پورې تکتور وسوم
ماته دپنا ځای دی دتا دبڼو سیورې

وس دانتظار او کړاوونو دې نور نه لرم
ولې زه او ته شوو تر سیند پورې او را ؤرې؟

(وړ) یم ،عرض به و کړم،چې مهدي اخرزمان راشي
راچې شی،دکبرپیمانې به کي نسکورې

محمد فاروق (وړ)
زولېنګېن،جرمني
۱۹،۱۲،۲۰۰۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x