fbpx

طالبان: افغانستان کې د زور سیاست نتېجه نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): طالبانو د امریکايي چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې دلته د زور سیاست نه نتجېه ورکړې او نه يې له دې وروسته تمه کېدی شي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال جان سلون ویلي، چې پر طالبانو باید نور هم فشارونه ډېر کړل شي.

هغه د امریکا له لوري جنګي ستراتېژي ستایلې او دا يې پر طالبانو مناسب فشار بللی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلی خبرپاڼه کې پر امریکا غږ کړی، چې دلته د زور له لارې بریا ته نه شي رسېدلی.

د خبرپاڼې له مخې پر زور د امریکا ټينګار د دې علت شوی چې په تېرو ۱۶ کلونو کې بریا ته ونه رسېده: «داسې موقف تکرارول د هغو امریکايي جنګي جنرالانو تیرو شپاړس کلنو ناکامه تکتیکونو او عمل ته ورته دی چې هيڅ کومه نتیجه يې نه ده ور کړی؛ بلکې امریکا يي لا په ستونزو اړولې او د غرقېدو خواته یې نږدې کړی ده.»

که څه هم افغان حکومت د سولې اړوند څرګندونې هم ګرمې ساتلې، خو ورسره په څنګ کې د ناټو چارواکو په ګډون د امریکا لوړپوړو چارواکو د ټرمپ د جنګي ستراتېژۍ هرکلی کړی دی.

طالبانو امریکا ته ور یاده کړې، چې روانې جګړې ته په کتو پر دې باید پوی شي، چې افغانان د چا زور ته سر نه ټيټوي «په تیرو شپاړسو کالوکې امریکا ته اوښتو ځاني او مالي زیانونو، واضحه کړې چې افغانان د چا زور او فشار ته نه تسلیميږي او دا ټکی باید په جدي ډول درک کړل شي. »

تېره اوونۍ په کابل کې د بهرنیانو عمومي قومندان له سې بې ایس نیوز سره په خبرو کې ومنله، په کابل ښار کې د دفترونو تر منځ هم په چورلکو کې تګ راتګ کوي.

نېکولسن وویل، دوی په ځمکني تګ کې ځانونه خوندي نه احساسوي، چې افغان ولسمشر يې څرګندونې تایید او ومنله چې کابل ښار محاصره دی.

پر دې سربېره د امریکا له لوري پر جګړې ټینګار، طالبانو د جګړې د غزولو پلمه بللې او زیاتوي چې امریکا غواړي «زموږ په هیواد او ټوله سیمه کې اشغالګرانه او سلطه جویانه غوښتنې او موخې تعقیب کړي. »

د طالبانو په خبرپاڼه کې ټينګار شوی چې دوی به امریکایان د حقایقو منلو ته مجبور کړي «د افغانستان اسلامي امارت به خپل ټول امکانات په کار واچوي ترڅو امریکایان د حقائقو منلو، تعقل او له اشغال څخه لاس اخیستلو ته مجبوره کړي.»

تازه د امریکا د دفاع وزارت هم پخپله تګلاره کې ویلي، چې دوی به نور د «سترو ځواکونو» سیالي د دوی اصلي لار وي.

د دې تګلارې د اعلان پر وخت د امریکا د دفاع وزیر جیمز میټس وویل، دوی به د «تروریزم» پر ضد کمپاین ته دوام ورکړي، خو اصلي تمرکز به يې د «ستر ځواک» پر سیالۍ وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د