امريکا: د «تروریزم» پر ځای به مو اصلي تمرکز د سترو ځواکونو پر سیالۍ وي

د امریکا دفاع وزارت پنټاګون

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د امریکا دفاع وزارت د خپلې نوې ستراتېژۍ له مخې ټينګار کړی چې له دې وروسته به يې له «تروریزم» سره د مبارزې پر ځای ډېر پام د «سترو ځواکونو» سیالۍ ته وي.

د امریکا د دفاع وزیر جیمز میټس، چې د جان هاپکنز پوهنتون د نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې خپله ستراتېژي اعلانوله، د روسيې، چین، ایران او شمالي کوریا اړوند څرګندونې وکړي.

امریکا ته چې لا هم ځان د بشریت خواخوږي ښکاري، د روسيې پر ضد دعوه کوي، چې د ویټو له حق نه په استفادې يې د خپلو ګاونډيو هېوادونو د اقتصادي، سیاسي او امنیتي پرېکړو مخنیوی کړی.

د امریکا دفاع وزیر وویل، روسيې د خپلو نږدې هېوادونو تر پولو ګام رو اړولی دی.

هغه د چين په اړه هم وویل، چې غواړي د جنوبي سمندر سیمې ته پوځي شکل ورکړي، په وینا يې چین پخپلو اقتصادو لارو نور بېروي.

د امریکا د دفاع ستراتېژي چې د راتلونو نهو کلونو لپاره به د کار وړ وي، شمالي کوریا او ایران هم سرکښه رژيمونه معرفي کړي او دعوه يې کړې چې د خپلو خلکو حقونه يې تر پښو لاندې کړي دي.

جیمز میټس وویل، دوی د «تروریزم» ضد کمپاین هم روان وساتي، خو ډېر تمرکز به يې د ځواکونو پر سیالۍ وي.

امریکا په داسې حال کې خپل دفاعي ستراتېژي کې «تروریزم» دویمي ګواښ معرفي کوي چې تازه يې افغانستان ته د «تروریزم» د جګړې په پلمه د زرو نویو عسکرو د لېږلو پرېکړه هم کړې ده.

معلومه نه ده، چې د امریکا دفاعي ستراتېژي به په افغانستان کې روانې جګړې ته کومه بڼه ورکړي، خو افغان چارواکو پرلپسې تکرار کړې چې ځواکونه يې په نیابتي جګړه کې ټوپک پر اوږه ګرځوي.