له مېرمنو سره تاوتریخوالی ۲۲ سلنه لوړ شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، د تېر لمریز کال په پرتله په روان کال کې له مېرمنو سره تاوتریخوالی ۲۲ سلنه لوړ شوی دی.

کابل ښار کې د دې دفتر له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې تېر ۱۳۹۵ لمریز کال کې ۶۹۹ پېښي په مرکزي ولایتونو کې له دوی سره ثبت شوې دي، خو روان کال تر اوسه پورې په همدې سیمو کې ۸۹۵ پېښې له دوی سره ثبت شوې دي.

سرچينه زیاتوي، له مېرمنو سره د تاوتریخوالي د پېښو لوړه کچه فزیکي ځور او شکنجې دي، چې د ټولو پېښو ۸۵،۵ سلنه جوړوي.

د بشري حقونو کمیسیون پخپل راپور کې له مېرمنو سره توپیري چلند، جنسي ځورونه او فزیکي ځور د تاوتریخوالي د نمونې په توګه یاد کړي دي.

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې څو ورځې وړاندې د ولسمشر مېرمنې رولا غني هم په دولتي ادارو کې له مېرمنو سره په توپیري چلند خواشيني ښکاره کړې.

هغې وويل، په دولتي او ګڼو خصوصي ادارو کې پر نورو ځورونو سربېره ښځينه کارکوونکې له سختو جنسي ځورونو سره هم مخ دي.

د اداري اصلاحاتو چارواکو ژمنه وکړه، چې دوی به په اداري برخو کې د ښځو پر وړاندې توپیري چلند کچه راکمه کړي.

حکومت او بهرني ملاتړي يې، د مېرمنو لپاره کاري ازادي خپله لویه لاسته راوړنه بولي، خو د ۱۶ کلونو په تېرېدو لا هم مېرمنې ان په دولتي ادارو کې خپل عزت خوندي نه احساسوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د