بدخشان: وسله وال طالبان له عسکرو نه په نیول شویورینجر موټرو کې ښکاري

د طالبانو په لاس کې روسۍ وسلې، څه معنی؟

جیلاني پښتون

څو ورځې وړاندې طالبانو د فراه ولایت په مرکز برید وکړ، د مرکز ۸۰ فیصده سیمه یې ونیوله، او د ښار تر دروازو ورسیدل، د جنګ په لومړۍ ورځ طلوع نیوز وویل چې پنځوس تنه پولیس او عسکر وژل شوي دي. خو په همدې وخت د فراه والي  عارف شاه جهان د خپل شاتګ د بهانې په مهال وویل چې له طالبانو سره روسۍ وسلې دي نو ځکه په جنګ کې کامیاب دي. اوزګارو رسنیو چې په دې ورځو کې کومه بله موضوع نه ورپیدا کیده، همدا خبره یې ګرمه کړه چې هلئ له طالبانو سره روسۍ وسلې کشف شوې دي.

د دې مسئلې په اړه خو به لومړی دا ووایو چې د افغانستان او جهان ماشوم او تر ټولو ناخبره انسان هم په دې  پوهیږي چې  په افغانستان کې له تیرو څلویښتو کلونو راهیسې جنګ په روس ساخته وسلو روان دی نو بناء دا کومه نوې خبره نه ده چې له طالبانو سره روسۍ وسلې لید کیږي.په افغانستان کې هماغه د کمونیستانو له وخته جګړه په روسي کلاشینکوفونه پیل شوه، ورپسې تنظیمي جګړې هم په روسیو وسلو کلاشینکوف او آر پي جي راکټ  روانې وې، طالبان او شورای نظار هم په همدې وسلو سره جنګیدل او اوس هم د طالب او اربکي دواړو په لاس کې روسي کلاشینکوفونه لیدل کیږي. نو بناء که څوک له طالبانو سره د روس ساخته وسلو شتون یو لوی کشف او د حیرانۍ وړ بولي دا نو له حماقت پرته بل څه نه شي بلل کیدای.

بله خبره داده چې له طالبانو سره د روس ساخته وسلو شتون په دې دلالت کوي چې روس له طالبانو سره مرسته نه ده کړې،ځکه د نړۍ په جګړو او استخباراتي مداخلو کې رواج دا دی چې کوم هیواد له کومې جنګي ډلې سره د وسلو مرسته کوي، نو د خپل هیواد جوړې شوې وسلې نه ورکوي، بلکې د دې لپاره چې پل غلط کړي د داسې هیواد جوړې شوې وسلې ورکوي چې اصلا یي تصور نه شي کیدلای.

د داود خان په وخت کې چې پاکستان جهادي مشران په لومړي ځل مسلح کړل، نو د پاکستانیو وسلو په ځای یې هغه هندي ټوپک ورکړل چې پاکستان له هند سره د جنګ په مهال د لاهور په محاذ کې غنیمت کړي وو.  ورپسې کله چې امریکا د شوروي په خلاف د افغان مجاهدینو اکمال پیل کړ، نو د امریکایي یا غرب ساخته وسلو په ځای یې ټول هغه جنګي تجهیزات ورته رسول چې له شوروي کمپنیو سره یې تړاو درلود.

په دې وخت امریکایانو له مصر څخه ټول هغه کلاشینکوفونه واخیستل چې د سوسیالیست جمال ناصر له وخته د مصري پوځ په ډیپوګانو کې خوندي وو، دغه وسلې یې افغان مجاهدینو ته وسپارلې، دغه راز یې له چین سره هم د وسلو لوی قراردادونه وکړل او افغان مجاهدین یې په هغه ډول وسلو مسلح کړل چې اصلا د شوروي لخوا جوړې شوې وې.

دې حقائقو ته په پام سره له طالبانو سره د روس یا کوم بل هیواد د وسلو شتون هیڅکله په دې دلالت نه کوي چې هغه هیواد دې له طالبانو سره مرسته کړې وي. بلکې بالمقابل له طالبانو سره د پخواني جهاد دوخت د روسي وسلو شتون دا ثابتوي چې د امریکایي یرغل په وړاندې اوسنی جهاد د پخواني  په شان د نړیوالو سترو لوبغاړو په اشر او مرسته نه دی روان، بلکې افغان مجاهد اولس یوازې د الله تعالی په مرسته او خپلو زړو وسلو او له وخت تیرو امکاناتو باندې جاري ساتلی. چې همدغه نقطه د روان جهاد او د طالبانو د استقلال او له هیڅ طاغوت سره د نه تړاو یو ښکاره دلیل او ویاړمن ثبوت دی.

د طالبانو تحریک د کابل د شل پلاري نظام په شان نه دی چې د لویې جرګې کیږدۍ ورته جرمني درولې، قاضیان یي ایټالیا روزي، پارلمان ورته هند جوړ کړ او د کلنۍ بودیجې ۹۰ فیصده ورته د امریکا کانګریس منظوروي. طالب د نن سبا په قحط الاحرار زمانه کې د خپلواکۍ هغه سمبول دی چې حتی د امریکا سي آی اې هم اعتراف کوي چې تراوسه یې له دې ډلې سره د بهرنۍ مرستې یا اکمال شواهد نه دي موندلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د