نړۍ

سوريه: حمص کې د حضرت خالد بن وليد رضي الله عنه زيارت په بمونو الوځول شوی

نن ټکی آسیا: شام کې د بشار الاسد پر خلاف د وسلوال مقاومت مرکز حمص د حکومتي بمباريو او وسلوالو بريدونو له امله په کنډواله اوښتی، ډېر ولسي وګړي او مقدس ځايونه هم پکې زيانمن شوي دي. حمص ښار له يو نيم کال راهيسې د اسد ځواکونو محاصره کړی او د ډېرو بشري زيانونو تر څنګ يې د مشهور صحابي حضرت خالد بن وليد رضي الله عنه قبر ته هم زيان اړولی دی.

په دې وروستيو کې د خيريه ټولنو يو شمېر کارکوونکو د جګړو او بمباريو له امله د حمص ښار د ويجاړ شویو ځايونو انځورونه په انټرنيټ خپاره کړي دي. په دغو انځورونو کې د حضر خالد بن وليد رضي الله عنه قبر هم دی، چې د حزب الله مليشو او اسد ځواکونو په وسلوالو بريدونو کې زيانمن شوی دی.

حمص ته د اسد ځواکونو له ننوتلو وروسته دغو ځواکونو د حضر خالد بن وليد د زيارت ودانۍ په بمونو الوځولې او ورسره جامع جومات يې هم نړولی دی.

خبر زياتوي، چې د زيارت پر ديوالونو د قرانکريم اياتونه ليکل شوي وو، چې د حزب الله او اسد مليشو يې پر ځای د شعيه ډلو مذهبي شعارونه ليکلي او د زيارت کتابتون ته يې هم اور اچولی دی.

تېر کال د اسد په ملاتړ کې جنګيدونکې حزب الله ډلې ګواښ کړی و، چې د خالد بن وليد زيارت به په بمونو والوځوي. د ياد ګواښ په اړه د حمص اوسيدونکو او نورو مسلمانانو سخت غبرګون ښکاره کړی و، چې که حزب الله داسې ناوړه ګام پورته کړ، نو پايلې به يې د حزب الله لپاره ډېرې خطرناکې وي.

حمص ښار څخه د اسد مخالفينو د وتلو وروسته يو شمېر ويديوګانې او فلمونه خپاره شول، چې سيمه کې د خلکو د لوږې، تندې او مرګ ژوبلې په اړه صحنې پکې فلمبندي شوې وې.

د دې ټولو ناخوالو تر څنګ د حزب الله او بشار الاسد د مليشو لخوا د حضرت خالد بن وليد زيارت ړنګول د حمص اوسيدونکو او ټولو مسلمانانو ته تر ټولو دردوونکی خبر و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x