روسيې له پاکستان سره پوځي مرسته کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): روسي چارواکي وايي، له پاکستان سره يې د «ترهګرۍ» ضد جګړه کې، پوځي مرسته کړې ده.

د هند په نوي ډیلي کې د «رایزینا» په نوم د خبرو اترو ناسته کې، د روسيې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ایګور مورګلوف ويلي چې پاکستان ته يې ګڼ جنګي وسایل په واک کې ورکړي دي.

مورګلوف وايي چې له پاکستان سره يې د پوځي مرستو په لړ کې څو چورلکې هم پر دې هېواد پلورلې او په وينا يې پاکستان د «ترهګرۍ» له امله کړېږي.

پخواني افغان ولسمشر کرزي د روسيې او پاکستان اړیکي تازه بللې او په وينا يې امریکا د روسيې په نسبت پر پاکستان ډېر نفوذ لري.

حامد کرزي د هغې غونډې یادونه وکړه، چې جوبایډن د وخت سناتور او ده ته يې ويلي و، چې پاکستان د افغانستان په نسبت دوی ته پنځوس چنده ډېر ارزښت لري.

حامد کرزي له پاکستان سره د روسيې د پوځي مرستو په تړاو وویل، چې اوس هم په پاکستان کې د روسيې جنګي وسایلو په نسبت نوي سلنه امریکايي جنګي وسایل ډېر دي.

کرزي وویل، لکه امریکا چې له پاکستان سره پوځي مرستې ځنډولې، له روسيې هم غواړو چې ورته ګام پورته کړي.

پر دې سربېره حامد کرزي پر امریکا غږ وکړ، چې که غواړي په افغانستان کې خپل ماتې جبران کړي باید له پاکستان سره اړیکو کې بدلون راولي.

روسیه په داسې حال کې له پاکستان سره پوځي مرستې ډاګیزه کوي، چې امریکا تازه پر دې هېواد فشارونه ډېر کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د