د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر هرات ته تللی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف هرات ته تللی؛ څو د ټاپې پروژې په اړه د دغه ولایت له چارواکو سره وګوري.

د هرات د والي محمد اصف رحیمي له دفتره په خپره شوې خپرپاڼه کې ویل شوي، چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف ته ځايي چارواکو ډاډ ورکړی، چې د ټاپي پروژې د پیل کېدو په اړه بشپړ چمتو والی نیول شوی دی.

د خپرپاڼې له مخې، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکړی، چې د ټاپي سره سم به د برېښنا او نوري فایبر شبکو کار هم ډېر ژر پیل شي.

رشید مردوف ویلي« د ټاپي د پرانیستو سره به د ترکمنستان غاز افغانستان، پاکستان او هندوستان ته صادر شي او د دې سربېره به د برېښنا د لېږد او د نوري فایبر پروژې هم ورسره ژر پیل شي.»

د ټاپي پروژې هوکړه لیک د طالبانو د حکومت پر مهال شوی؛ خو د امریکا له یرغل وروسته دغه پروژه هم ودرېده، چې د مخکېني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې یې د بیا پیل کولو هوکړه وشوه.

د ټاپي پروژې پرمټ د ترکمنستان غاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته صادرېږي.
ټاپي له هرات ولایت څخه پیلېږي او د لویدیځ او سویلي ولایتونو له لارې پاکستان ته غځېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د